د روسیې په اړه د انګلستان د دفاع وزارت مهمه ادعاء
د انګلستان د دفاع وزارت په خپل استخباراتي راپور کې ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ښايي د سپټمبر په ۳۰ نېټه په رسمي توګه له روسیې سره د اوکراین د اشغال شویو سیمو د الحاق اعلان وکړي.
د انګلستان د دفاع وزارت په خپل استخباراتي راپور کې ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ښايي د سپټمبر په ۳۰ نېټه په رسمي توګه له روسیې سره د اوکراین د اشغال شویو سیمو د الحاق اعلان وکړي.
د انګلستان د دفاع وزارت لخوا په یوه بیان کې ویل شوي چې د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې ترسره شوې ټولپوښتنه نن پای ته رسیږي او ټاکل شوې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ د سپتمبر په ۳۰ مه د روسیې د پارلمان دواړو خونو ته وینا وکړي.
داسې احتمال شته چې پوتین به دا وینا په رسمي توګه د روسیې فدراسیون ته د اوکراین د اشغال شویو سیمو د الحاق د اعلانولو لپاره وکړي. په دې ځمکو کې روان ریفرنډم پلان شوی چې د سپټمبر په ۲۷ پای ته ورسیږي، "
په راپور کې ویل شوي چې د روسیې مشرتابه هڅه کوي په هیواد کې خپل وطن دوستانه ملاتړ پیاوړی کړي، "د روسیې مشرتابه هیله لري چې د ټول پوښتنې د پایلو اعلان به د دوې نه د هیواد پالو ملاتړ پیاوړی کړي.
" روسیې د جګړې په ډګر کې د وروستیو ناکامیو په اړه مخ په زیاتیدو کورني پوهاوي او تیره اونۍ د اعلان شوي سفربرۍ سره د خلکو مخالفت په لوی احتمال سره چې ددوې پر دې امیدونو سیوری وغوړوي."