شمالي کوریا په روسیې د وسلو د پلورولو په اړه ادعاګانې په کلکه توګه رد کړې.

شمالي کوریا : نه مو مخکې پر روسیې وسلې او مهمات پلوري او نه به يي په راتلوونکې کې وپلورو

1883212
شمالي کوریا په روسیې د وسلو د پلورولو په اړه ادعاګانې په کلکه توګه رد کړې.

شمالي کوریا په روسیې د وسلو د پلورولو په اړه ادعاګانې په کلکه توګه رد کړې.

د شمالي کوریا د دفاع وزارت اعلان کړی چې له دې وړاندې روسیې ته هېڅ ډول وسلې او مهمات نه دي ورکړي او نه هم داسې کوم پلان لري.

شمالي کوریا د امریکا د استخباراتو د اسنادو پر بنسټ  هغه ادعاګانې او خبرونه په کلکه توګه رد کړ چې ګواکې پیونګ یانګ پر مسکو د توپونو مرمۍ او راکټونه پلوري.

شمالي کوریا  دفاع وزارت د تجهیزاتو د څانګې  مرستیال وویل: "په دې وروستیو کې، د امریکا متحده ایالتونو او نورو دښمنو قدرتونو  لخوا ځیني خبرونه او ادعاګانې رامنځته شوي چې ګواکې شمالي کوریا  د ملګروملتونو سازمان د امینت شورا د پریکړې نه په سرغړونې سره په روسیې وسلې او مهمات پلورلي دي. شمالي کوريا دا ټولې ادعاګانې په کلکه توګه ردوي .

په بیان کې ددې خبرې په ټینګار سره ویل شوي دي چې دغه ادعاوې ریښتیا نه دي، او حقیقت نلري.: «موږ مخکې له دې  هم پر روسیې  وسلې او مهمات  پلورلي او په راتلونکې کې هم داسې کوم  پلان نه لرو .

په بیان کې راغلي دي دا چې امریکا دا ادعاګانې له کوم ځایه موندلي پدې اړه معلومات نشته خو ددوې یواځنی هدف د شمالي کوریا ضعیفول دي.

په بیان کې راغلي: "مونږ امریکا ته اخطار او خبرداری  ورکوو چې زموږ د هیواد په اړه بې پروا څرګندونې بندې کړي او خپله خوله دې پټه وساتي."

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي مطبوعاتو د امریکا د استخباراتي اسنادو پر بنسټ ادعا کړې، چې روسیې له شمالي کوریا څخه د توپونو مرمۍ او راکټونه اخیستي. دا خبره خپره شوې، چې روسیه به دغه وسلې د اوکراین پر ضد وکاروي. په داسې حال کې چې دا خبرونه د دې نښه ده چې د امریکا او اروپا لخوا لګول شوي بندیزونه او د صادراتو کنټرول د روسیې پوځ ته د اکمالاتو رسولو ته زیان رسوي، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو رییس جان کربي هم وویل. ښايي روسيې له شمالي کوريا څخه په ميليونونو راکټونه او توپچي مرمۍ ترلاسه کړي وي، خو داسې نه ده، هغه وويل چې تر اوسه داسې کومه نښه نه ده موندل شوې چې ګواکې دغه وسلې دې په ميدان کې کارول شوې وي.



اړوند خبرونه