د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن د ملګروملتونو سازمان عمومي غونډې ته وینا وکړه.

بایدن د ملګروملتونو عمومي سرمشریزه کې مهم څرګندونې وکړې

1883256
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن د ملګروملتونو سازمان عمومي غونډې ته وینا وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن د ملګروملتونو سازمان عمومي غونډې ته وینا وکړه.

هغه وویل، روسیې غوښتل چې پر خپل ګاونډی د یرغل له لارې یو خپلواک دولت له نقشې څخه پاک کړي.

جوبایډن د ملګرو ملتونو په ۷۷ مه عمومي غونډه کې ګډون وکړ او وینا وکړه.

بایډن د خپلې وینا په پیل کې د روسیې او اوکراین جګړې ته اشاره وکړه چې د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې روانه ده.

"روسیه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړې ده، غوښتل يي چې پر ګاونډي باندې د یرغل له لارې یو خپلواک دولت له نقشې څخه پاک کړي."

بایډن د اتومي انتخاب په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پرونۍ وینا ته هم اشاره وکړه.

"پوتین په ښکاره توګه د اروپا په وړاندې د اټومي وسلو ګواښ کړی دی، په ښکاره ډول د اتومي وسلو د نه خپریدو د رژیم مسؤلیتونو د خپو لاندې کړي او سترګې پرې پټې کړي دي."

همداشان هغه د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم څرګندونې وکړې.

بایډن ټینګار وکړ چې هغه به د خپل  وس او توانه پورې هڅه وکړي وکړي چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.

هغه چین اټومي وسلو ته هم اشاره وکړه. بایدن وویل چې

"چین پرته له کوم روڼتیا څخه په بې ساري او خطرناکه کچه اټومي حرکت وسلو ته مخه کړې ده .

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي هم ویلي چې دوی د اټمي وسلو د کارونې په اړه د ولادیمیر پوتین څرګندونې "ډیر جدي نیسي" او د روسیې د اتومي وسلو د استخدام چارې له نږدې څاري.

د روسیې ولسمشر پوتین پرون په دولتي چینلونو کې ملت ته په خپله وینا کې  قسمي سفربرۍ د اعلانولو نه وروسته اټمي وسلو ته په اشارې سره وویل چې د اړتیا په صورت کې به د هیڅډول وسئلې د کارولو نه ډډه ونکړي.   

بایدن په خپله وینا کې د  افغانستان او ایران په ګډون په یو زیات شمیر هیوادونو کې د بشري حقونو د سرغړونو نه یادونه وکړه.



اړوند خبرونه