د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې په هیواد کې قسمي سفربري اعلانیږي.

روسیې قسمي سفربري اعلان کړه

1882462
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې په هیواد کې قسمي سفربري اعلانیږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې په هیواد کې قسمي سفربري اعلانیږي.

هغه د خپل هیواد ، دونیتڅک د خلکو جمهوریت ، د لوګانسک د خلکو جمهوریت  او د  اوکراین په ختیځ  کې د خرسون او زاپوروزای سیمو اوسیدونکو ته په خطاب کې په خپله وینا کې د قسمي سفربرۍ اعلان وکړ .

د روسیې ولسمشر  په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د قسمي سفربرۍ  فعالیتونه به له نن څخه پیل شي. د روسیې مشر زیاته کړ چې لویدیځ "هڅه کوي د حاکمیت، خپلواکې پراختیا مرکزونه وځپي  او روسیه له منځه یوسي". هغه زیاته کړه چې دم ګړۍ

"یواځې  هغه اتباع چې اوس مهال په احتیاط کې قرار لري او هغه کسان چې  پخوا په اردو کې دنده ترسره کړي وي او ځینې نظامي تخصصونه او تجربه ولري ددې قسمي سفربرۍ تابع دي. هغه کسان چې د نظامي وظیفې لپاره بلل شوي پوځي واحدونو او عملیاتو ته د استولو نه مخکې  به خامخا اضافي نظامي روزنه ترلاسه کړي. هغوې به د خپلو پوځي تجربو په نظر کې نیولو سره پوځي واحدونو ته واستول شي."



اړوند خبرونه