بایدن د ټایوان په مسئله کې چین ته میدان وډبو

د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، که چین پر تایوان برید وکړي، امریکايي پوځیان به د دغه ټاپو نه دفاع وکړي.

1881624
بایدن د ټایوان په مسئله کې چین ته میدان وډبو

د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، که چین پر تایوان برید وکړي، امریکايي پوځیان به د دغه ټاپو نه دفاع وکړي.

د امریکا  متحده ایالتونو  د ولسمشر څرګندونې تر دې دمه د تایوان په اړه د واشنګټن د "نا څرګندې ستراتیژۍ" د پالیسۍ په وړاندې ترټولو مهمې څرګندونې دي.

ولسمشر بایډن تیره شپه د CBS ټلویزیون د "۶۰ دقیقو" خپرونې سره په مرکه کې د تایوان په اړه څرګندونې وکړې.

باید ددې پوښتنې په ځواب کې  چې  "ایا امریکایي ځواکونه به د ټایوان د ټاپو دفاع وکړي؟ وویل  " هو، که چیرې یو بې ساری برید وي امریکا به خامخا دا وکار وکړي."

بایدن د نطاق د مکررې پوښتنې په ځواب چې ایا  امریکا متحده ایالتونو ځواکونه به د تایوان دفاع وکړي که چین برید وکړي؟" وویل  "هو." هغه په ​​ځواب کې خپله خبره تکرار کړه.

بایدن ددې پوښتنې په ځواب کې  " چې ایا د چین ولسمشر شي جین پینګ باید د تایوان په اړه ستاسو د دریځ په اړه  په څه پوه شي؟" وویل  "موږ پر هغه څه ولاړ یو چې ډېر وخت مخکې مو لاسلیک کړی دی، موږ د یو چین تګلارې ته ژمن یو او موږ د تایوان خپلواکۍ ته نه هڅوو او نه یې رهبري کوو، بلکې خپلواکي د تایوان خپله پرېکړه ده. "

د بایډن خبرې ترټولو څرګندې څرګندونې وې چې تر دې دمه د تایوان په اړه د واشنګټن د "ناڅرګندې استراتیژۍ" پالیسي پر ضد وې.

د "یو چین" پالیسي غوره کول او د بیجینګ اداره د ټول چین د مشروع حکومت په توګه په رسمیت پیژندلو سره، واشنګټن به د تایوان د اړیکو په ۱۹۷۹ کال  قانون کې د دې ټاپو ملاتړ وکړي ترڅو د خپل ځان د دفاع او د یو اړخیزو اقداماتو سره د مخالفت کولو لپاره د نظامي وړتیا تضمین کړي. په سیمه کې د وضعیت د بدلولو ژمنه یې کړې وه.



اړوند خبرونه