د اوکراین د ولسمشر موټر ټکر کړی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي موټر په پلازمینه کیف کې ټکرکړی دی

1880110
د اوکراین د ولسمشر موټر ټکر کړی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي موټر په پلازمینه کیف کې ټکرکړی دی.

د زیلینسکي ویاند سرحی نیکیفوروف د خپلې ټولنیزې رسنۍ  په پانه کې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د ولسمشر زیلینسکي موټرپه پلازمینه کیف کې ټکر کری دی. 

هغه ویلي دي چې پدې ټرافیکي پیښه ولسمشر زیلینسکي په خفیف ډول ټپي شوی دی.

هغه زیاته کړې ده چې د زیلینسکي روغتیایي وضعیت په کامله توګه ښه دی . 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې یو موټر د ولسمشر زیلینسکي د موټر سره ځان جنګولی دی. 

زیلینسکي د موټر چلوونکی په روغتون کې بستر شوی دی. 

زیلینسکي ته لومړنې صحي مداخله د پیښې په ځای کې د هغه سره د مل روغتیایي ډلې لخوا شوې ده.

ویاند ویلي دي چې دا پیښه ولسمشر زیلینسکي تیره ورځ د خارکیف د ازیوم ښار نه د لیدنې او کیف ته د راستنیدو نه وروسته رامنځتهشوه. 

د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي .



اړوند خبرونه