اوکرایني ځواکونه پرمختګ ته دوام ورکوي.

اوکراین دفاع وزارت : د سپټمبر د شپږمې نیټې نه راپدیخوا یواځې په خارکیف کې ۳۸۰۰ کیلو متره سیمه د روسې د یرغل نه ژغورل شوې ده

1879634
اوکرایني ځواکونه پرمختګ ته دوام ورکوي.

اوکرایني ځواکونه پرمختګ ته دوام ورکوي.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا ملیار ویلي، د سپټمبر له شپږمې راهیسې په خارکیف سیمه کې له ۳۰۰ ډېر مېشت ځایونه له روسي ځواکونو بیرته  نیول شوي دي.

 د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې حنا ملیار په خارکیف سیمه کې د روسي ځواکونو په وړاندې د پیل شویو  تعرضي بریدونو او عملیاتو په اړه ارزونې وکړې.

هغې وویل، په خارکیف کې د سپټمبر له شپږمې راهیسې شاوخوا ۳۸۰۰ کیلومتره سیمه له روسیې څخه بېرته نیول شوې ده.

"زموږ له ۳۰۰ څخه زیات میشت ځایونه او شاوخوا ۱۵۰،۰۰۰ خلک د اشغال څخه آزاد شول، چیرته چې دوی یرغمل شوي وو."

ملیار یادونه وکړه چې په سیمه کې د روسي ځواکونو پر ضد بریدونه دوام لري او تر هغه به دوام وکړي چې د خارکیف سیمه په بشپړه توګه بیرته نیول شوې نه وي.

د خارکیف سیمې د پوځي ادارې والي اولیګ سینیګوبو ویلي، مخکې له دې چې د اوکراین د پوځ له خوا په ځوابي برید پیل شي، د خارکیف سیمې ۳۰ سلنه برخه د روسي ځواکونو په لاس کې وه، چې نن ورځ دا کچه ۱۵ سلنې ته راټیټه شوې ده .



اړوند خبرونه