اوکرایني ځواکونه پرمختګ ته دوام ورکوي.
د اوکراین ولسمشر : په زرګونو کیلومتره خاوره مو بیرته نیولې ده
1879125
اوکرایني ځواکونه پرمختګ ته دوام ورکوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې د روانې میاشتې له پیل راهیسې یې شپږ زره کیلومتره مربع خاوره له روسیې څخه بېرته نیولې ده.
اوکرایني ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې.
له سیمې څخه وروستي معلومات ښیي چې روسیې په تیرو اوو میاشتو کې ترټولو لوی ځمکني زیانونه لیدلي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې لخوا د نیول شوې خاورې د بیرته نیولو لپاره د پیل کړو عملیاتو په اړه وروستي معلومات شریک کړل.
زیلینسکي وویل، "د سپتمبر له پیل راهیسې، زمونږ پوځیانو د اوکراین په ختیځ او جنوب کې له شپږ زره کیلومتره مربع زیاتې سیمې بیرته ازادې کړې دي. زمونږ د پوځیانو عملیات دوام لري. زمونږ پوځیان پرمختګ ته دوام ورکوي"