ارمنستان د اذربایجان سره په وروستۍ جګړه کې د خپلو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

ارمنستان لومړي وزیر د اذربایجان سره د وروستۍ جګړې نه وروسته د پوتین ، ماکرون ، رئیسي او جوزیف سره ټیلیفوني خبرې وکړې

1879361
ارمنستان د اذربایجان سره په وروستۍ جګړه کې د خپلو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

ارمنستان د اذربایجان سره په وروستۍ جګړه کې د خپلو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان اعلان وکړ چې د اذربایجان سره په نښتو کې ۴۹ تنه د لاسه ورکړي دي.

پاشینیان د ارمنستان پارلمان ته په خپله وینا کې وویل چې نن سهار نه راپدیخوا له اذربایجان سره د نښتو شدت کم شوی دی.

هغه زیاته کړه "د ارمنستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، مونږ تر اوسه ۴۹ تنه د لاسه ورکړي ، خو دا وروستۍ شمېره نه ده."

پاشینیان وویل چې دوی د ۲۰۲۰ په نوامبر کې شوي تړونونو ته د اذربایجان له چلند سره موافق ندي.

"موږ چمتو یو چې سړکونه په دې شرط پرانیزو چې د ارمنستان او اذربایجان په ګډون د سیمې ټول هېوادونه له دغو لارو ګټه واخلي."

پاشینیان دا هم وویل چې د ارمنستان امنیت شورا د شپې غونډه وکړه او د سهار تر ساعتونو پورې یې مشورې وکړې.

پاشینیان وویل د غونډې په پایله کې، د ارمنستان حکومت پریکړه وکړه چې د ډله ایز امنیت تړون سازمان (CSTO) ته رسمي غوښتنلیک وړاندې کړي.

د بله پلوه د ارمنستان لومړي وزیر پاشینیان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره د اذربایجان – ارمنستان پر پوله د شخړې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ارمنستان د لومړي وزیر د دفتر له خوا په خپور شوي بیان کې راغلي، پاشینیان د غونډې په ترڅ کې بلینکن ته د پولې د وضعیت په اړه خپلې اندېښنې مطرح کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن هم د وضعیت نوره ترینګلتیا د منلو وړ نه ګڼلې.

بلینکن څرګنده کړه چې امریکا متحده ایالتونه چمتو دي چې د وضعیت د ثبات لپاره هڅې وکړي.

د ارمنستان د حکومت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاشینیان د اروپايي ټولنې د شورا له مشر چارلس میشل او د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره په ټیلیفوني خبرو کې د اذربایجان – ارمنستان پر پوله د وروستیو شخړو په اړه خبرې وکړې.

نیکول پاشینیان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ارمنستان د حکومت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاشینیان له پوتین او مکرون سره د لیدنې پر مهال د اذربایجان – ارمنستان پر پوله د وروستیو شخړو په اړه خبرې وکړې.

د اذربایجان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د ارمنستان پوځ پرون ماښام د دشکسین، کلبازار او لاچین په سرحدونو کې پراخ تحرکات وکړل.

د اذربایجان او ارمنستان پر پوله د دواړو هېوادونو د پوځي واحدونو ترمنځ سختې نښتې وشوې.



اړوند خبرونه