پرتګال د روسي وګړو لپاره د طلايي ویزې پروګرام د درولو نه خبر ورکړ.
پرتګال د روسي وګړو لپاره د طلايي ویزې پروسه وځنډوله
پرتګال د روسي وګړو لپاره د طلايي ویزې پروګرام د درولو نه خبر ورکړ.
د ویلو ده چې پرتګال د طلايي ویزې د پروګرام سره بهرنیو وګړو ته د پانګوونې په بدل کې د استوګنې اجازه ورکوي.
پرتګال ددې پروګرام په چوکاټ کې د لس تنو روسي وګړو د پانګوونې په بدل کې د طلايي ویزې غوښتنه رد کړې ده .
پرتګال اعلان وکړ چې د روسي وګړو لپاره يي دا پروګرام ځنډولی دی.
د پبلیکو ورځپاڼې د خبر له مخې پرتګال د فبرورۍ له ٢٤مې نېټې راهيسې پر اوکراين د روسیې د بريدونو له امله پر مسکو د اروپايي ټولنې د بنديزونو د يوې برخې په توګه روسي وګړو پر مخ طلايي ويزې په بشپړه توګه بندې کړې دي.
د ویلو ده چې پرتګال د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې ۴۳۱ روسي اتباعو ته د سرو زرو ویزې ورکړې دي.
دا پروګرام يي د روسي وګړو پر مخ بند کړ.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.