آسټرالیا او نیوزیلینډ د انګلستان نوي پاچا چارلس دریم سره خپل بیعت اعلان کړ.
آسټرالیا او نیوزیلینډ د انګلستان نوي پاچا چارلس دریم سره خپل بیعت اعلان کړ. د ویلو ده چې د انګلستان د ملکې الیزابت دویمې له مړینې وروسته د هغوې زوی چارلس دریم په تخت کیناست.
آسټرالیا او نیوزیلینډ د انګلستان نوي پاچا چارلس دریم سره خپل بیعت اعلان کړ. د ویلو ده چې د انګلستان د ملکې الیزابت دویمې له مړینې وروسته د هغوې زوی چارلس دریم په تخت کیناست.
استرالیا او نیوزیلنډ هم د رسمي مراسمو په ترڅ کې درېم چارلس د دواړو هېوادونو پاچا په توګه اعلان کړ.
د استرالیا عمومي والي ډیویډ هرلي اعلان وکړ چې دوی د دریم چارلس پاچاهي منلې او په پلازمینه کینبرا کې په جوړو شویو مراسمو کې یې له هغه سره د وفادارۍ ژمنه وکړه.
د مراسمو په جریان کې، د پاچا چارلس دریم په درناوي د ۲۱ ډزې وشوې .
د بله پلوه د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیسي د انګلستان د ملکې دویمې الیزابت د مړینې نه وروسته د سپتمبر ۲۲ مه په هیواد کې د ماتم ورځ او د دوهمې الیزابت په یاد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.
نوي زیلاند هم د پاچا دریم چارلس په تخت د کیناستو په مناسبت د پلازمینې ویلنګټن په پارلمان کې رسمي مراسم ترسره شول.
د نوي زیلاند لومړۍ وزیرې جسیندا آرډرن تر مراسمو مخکې د پارلمان د ودانۍ په دروازه کې د وینا پر مهال اعلان وکړ چې دوی چارلس د نوي پاچا په توګه منلی دی.
ملکه الیزابت دویمه چې د تیرې پنجشنبې په ورځ مړه شوه، د کاناډا، انګلستان، اسټرالیا، نیوزیلنډ ، کارابین او ارام سمندر د څو نورو لویو او کوچنیو هېوادونو په ګډون د ۱۶ هېوادونو ملکه وه وه.
په کلاره کلاره دا هیوادونه یو د بل پسې د انګلستان نوي پاچا دریم چارلس ته خپل بیعت او وفاداري اعلانوي.