په امریکا کې په وسله وال برید کې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د امریکا په ټینیسي ایالت کې یوه بریدګر پر خلکو ډزو سره لږ تر لږه ۴ تنه یې ووژل او ۳ نور یې ټپیان کړل.
د امریکا په ټینیسي ایالت کې یوه بریدګر پر خلکو ډزو سره لږ تر لږه ۴ تنه یې ووژل او ۳ نور یې ټپیان کړل.
د ویلو ده چې برید کوونکی د ۲۰۲۱ کال د اپریل په میاشت کې هم د قتل د تشبث او ورته جرمونو باندې محکوم شوی وو، له ۱۱ میاشتو زندان نه وروسته خوشې شوی وو.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي د خلکو پر ګڼه ګوڼې ډزې وکړې.
د میمفیس د پولیسو څانګې چارواکو ویلي چې برید کوونکی چې د ورځې په اوږدو کې د تعقیب په پای کې ونیول شو، په لارو کوڅو او سوداګریز مرکزونو کې په خلکو ډزې وکړې.
پدې پيښو کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۳ تنه نور ټپیان شول.
پولیسو ویلي چې برید کوونکی ایزکیل کیلي وروسته له هغه ونیول شو چې موټر يي د یوه بل موټر سره وجنګید. هغه د برید صحنې د ټولنیزو رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼې نشر کړي دي. نیول شوی برید کوونکی تور پوستی دی.
پولیسو د برید کوونکي تر نیولو پورې د سیمې د خلکو نه د کورونو نه مه وځۍ ، د پوهنتونونو ټولې دروازې تړلې وې او بسونو سفرونه يي درولي وو.
د میمفیس د پولیسو مشر سیریلین ډیوس، د بریدګر له نیول کیدو وروسته په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل، ۱۹ کلن برید کوونکی کیلي د ۲۰۲۱ کال د اپریل په میاشت کې د لومړۍ درجې قتل او ورته جرمونو په تور په ۳ کاله بند محکوم شوی وو.
د میمفیس ښاروال جیم سټریکلینډ دا هم په ګوته کړه چې برید کوونکی کیلي د مارچ په میاشت کې د هغه له محکومیت څخه ۱۱ میاشتې وروسته خوشې شو.
د بریدونو ریکارډونه ښیې چې کیلي د کمرې سره خبرې کوي کله چې هغه یوه پلورنځي ته ننوځي لومړی په هغه کس ډزې کوي چې ورسره مخ کیږي.