امریکا غواړي د اوکراین لخوا د روسیې پر خلاف پرانیستل شوې د نسل وژنې په دعوا کې ګډون وکړي.

امریکا متحده ایالتونه غواړي د اوکراین لخوا د روسیې پر خلاف پرانیستل شوې د نسل وژنې په دعوا کې ګډون وکړي.

1877869
امریکا  غواړي د اوکراین لخوا د روسیې پر خلاف پرانیستل شوې د نسل وژنې په دعوا کې ګډون وکړي.

امریکا متحده ایالتونه غواړي د اوکراین لخوا د روسیې پر خلاف پرانیستل شوې د نسل وژنې په دعوا کې ګډون وکړي.

د عدالت نړیوالې محکمې څخه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې له لیتوانیا، لیتونیا، نیوزیلنډ، انګلستان او جرمني وروسته امریکا هم د اوکراین لخوا  روسیې  پر خلاف شوې د نسل وژنې اقامه د دعوا کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

د  بیان کې راغلي دي چې امریکا د خپل تاریخ په اوږدو کې د نسل وژنو د مخنیوي د هڅو د یوې برخې په توګه په اوسنۍ قضیه کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

په بیان کې، متحده ایالتونو لخوا ویل شوي دي  ، "ټول اړخونه د نسل وژنې کنوانسیون د سم تفسیر، تطبیق او پلي کولو کې جدي دلچسپي لري."

د عدالت نړۍوالې محکمې بیا د امریکا پدې دعوا کې د ګډون لپاره د رسمي مکتوب غوښتنه کړې ده.

د ویلو ده چې د عدالت نړۍوالې محکمې د مارچ په ۱۶ نیټه په خپل یو حکم کې له روسیې سمدستي د اوکراین په خاوره کې پیل کړو عملیاتو د درولو غوښتنه کړې وه.



اړوند خبرونه