ایران د البانیا لخوا ددې هیواد سره ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو د پریکړې په اړه غبرګون وښود

ایران د البانیا لخوا ددې هیواد سره د ټولو ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود.

1877320
ایران د البانیا لخوا ددې هیواد سره ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو د پریکړې په اړه غبرګون وښود

ایران د البانیا لخوا ددې هیواد سره د ټولو ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود.

د ویلو ده چې د البانیا حکومت د جولای په میاشت کې د ایران لخوا ددوې په دجیټل بڼسټونو د سایبري بریدونو له امله ددې هیواد سره د خپلو ټولو ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو پریکړه وکړه.

البانیا د بهرنیو چارو وزارت پدې هیواد کې د ایران د سفارت ټولو ډیپلوماټانو او محلي کارکوونکو  ته هر څه ژر ددې هیواد د خاورې نه د وتو غوښتنه وکړه.

ایران بیا د البانیا د هیواد دا پریکړه غندلې ده  .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د تهران په خلاف د البانیا د حکومت تورونه بې اساسه دي او د دغه ډول تورونو په حواله  له ایران سره د سیاسي اړیکو پرې کول ضروري نه دي.

په بیان کې چې ویل شوي، ایران یو له هغو هېوادونو څخه چې پخپله د  سایبري بریدونه لوی قرباني دی، د تهران اداره د نورو هېوادونو پر ډیجیټل تاسیساتو د برید لپاره د یوې وسیلې په توګه د سایبر فضا کارول ردوي او غندي.

په دغه بیان کې چې د ایران په خلاف د تورونو په خپرولو کې د دریمې ډلې د رول لرلو ادعا شوې او  ویل شوي دي چې دغه کار د هغو هیوادونو د نفوذ له امله دی چې له ترهګرۍ او فتنې څخه ملاتړ کوی.


پيوندونه: #البانیا , #ایران

اړوند خبرونه