په امریکا متحده ایالتونو کې د یوې الوتکې د سقوط کړی

په امریکا متحده ایالتونو کې یوه الوتکه چې لس تنه پکې سپاره ول سقوط کړی

1875679
په امریکا متحده ایالتونو کې د یوې الوتکې د سقوط کړی

په امریکا متحده ایالتونو کې د یوې الوتکې د سقوط له امله ګنشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په امریکا کې یوه الوتکه چې د یوه ماشوم په ګډون ۱۰ کسان په کې سپاره وو، دموتیني په خلیج کې ولوېدله. په سیمه کې د پلټنې چارې دوام لري.

د پلټنو  او ژغورنې ډلې ویلي دي چې په ترسره کړو پلټنو کې تر اوسه پورې د یو تن مسافر مړی موندلی دی. د وخت په وړاندې سیالي د نورو مسافرینو د ژغورلو لپاره دوام لري.

دا پیښه د امریکا د سیټل په ښار کې رامنځته شوې ده .

یوه سمندري الوتکه چې د پیلوټ په ګډون ۱۰ تنه پکې سپاره ولد موتني  خلیج کې نسکوره شوه.

د امریکا د ساحلي ګارد د ځواکونو په وینا دا پيښه په سیمه ییز وخت د ماسپښین په ۳:۱۱ رامنځته شوې ده . یوه  څرخي الوتکه چې نهه مسافر او یو پیلوټ په کې سپاره وو، په خلیج کې ولویده چې سمدلاسه د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې. د

 برتانیا ډیلي میل ورځپاڼې د خبر له مخې د لټون او ژغورنې د هڅو په لړ کې د یوه مسافر مړی موندل شوی دی. د امریکا متحده ایالتونو  ساحل ساتونکي  ځواکونو د سي بي اس نیوز ته وویلي "د ساحل ساتونکي لخوا  لاهم د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري او موږ به د ماښام په اوږدو کې د لا درکه شوو کسانو لټون ته دوام ورکړو. هغه زیاته کړې ده چې امیدونه د هرې دقیقې په تیریدو سره کمیږي خو بیا هم  د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري.



اړوند خبرونه