د شوروي‌ اتحاد وروستی مشر او افغانستان نه د روسي ځواکونو ویستوونکي میخایل ګورباچوف ومړ

د شوروي‌ اتحاد وروستی مشر او د سړې جګړې ختموونکی  او سولې د نوبل جایزې ګټوونکی میخایل ګورباچوف د ۹۱ کلونو په عمر ومړ.

1874130
د شوروي‌ اتحاد وروستی مشر  او افغانستان نه د روسي ځواکونو ویستوونکي میخایل ګورباچوف ومړ

د شوروي‌ اتحاد وروستی مشر او د سړې جګړې ختموونکی  او سولې د نوبل جایزې ګټوونکی میخایل ګورباچوف د ۹۱ کلونو په عمر ومړ.

د روسیې د فدراسیون د ولسمشرۍ ادارې د مرکزي کلینیک روغتون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۹۱ کلن ګورباچوف له یوې سختې او اوږدې ناروغۍ وروسته پرون ماښام ومړ.

ګورباچوف له ۱۹۸۵ تر ۱۹۹۱ پورې د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي و.

په ۱۹۹۰ کال کې د اصلاحاتو په راوستلو سره، ریاستي نظام معرفي شو. ګورباچوف د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو په رایو د ولسمشر په توګه وټاکل شو. ګورباچوف له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۱ کال  پورې د شوروي اتحاد ولسمشر و.

 

هغه د  ، د پیریسټروکا (بیا جوړښت) او ګلاسنوست (شفافیت) په نومه د اصلاحاتو د هڅو  سره  سړه جګړه پای ته ورسیدوله خو ددې ترڅنګ  په هیواد کې د شوروي اتحاد د کمونست ګوند سیاسي واکمني هم  پایته ورسوله او دې ګوند واکمني‌ د لاسه ورکړه.

د ۱۹۹۱ کال د ډسمبر په ۲۵ نیټه کله چې ګورباچوف له واکه لیرې شو نو شوروي اتحاد په رسمي توګه ونړول شو.

ګورباچوف ته په ۱۹۹۰ کال کې د سړې جګړې په ختمولو کې د هغه د مهم رول له امله د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.

 

میخایل ګورباچوف څوک دی؟

میخایل ګورباچوف د ۱۹۳۱ میلادي‌ کال د مارچ په دویمه نیټه د روسیې په سویل کې په یو کلي‌ کې زیږیدلی دی.

ګورباچوف د روسیې د پلازمینې مسکو د دولتي‌ پوهنتون د حقوقو د پوهنځي‌ نه فارغ شوی او خپلې میرمنې سره هم دلته معرفي‌ شوی دی. هغه د پوهنتون نه د فارغیدو نه وروسته د خپلې میرمنې سره یو ځای خپل کلي‌ ته ستون شو او هلته په څارنوالۍ کې په دنده پیل وکړ.

د ګورباچوف عقل او فکر ټول د سیاست سره وو. هغه چې په لیسه کې د کمونیست ګوند غړیتوب لپاره نوماند وو په پوهنتون کې غړیتوب ترلاسه کړ.

په ۱۹۷۸ کال کې مسکو ته راکډه شو او مسکو کې میشت شو. هغه چې په کمونیست ګوند کې ډیر زیاته فعاله وو په ډیره چټکه توګه يي په ارتفاع پيل وکړ. په ۱۹۸۰ کال کې د پولیت بورو غړیتوب ترلاسه کړ. هغه تر ټولو ځوان غړی وو.

ګورباچوف په ۱۹۸۵ کال کې په پرله پسې ډول  د کمونیست ګوند د درې زړو غړیو د مرګ نه وروسته د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو .

د ګوند د مشر په توګه د ټاکل کیدو نه سمدلاسه وروسته په ګوند کې د خپل موقف د لا پياوړي‌ کولو او شوروي‌ اتحاد له سره د ژوندي‌ کولو په خپلو خپو د درولو په خاطر په حرکت پيل وکړ.

ګورباجوف غوښتل چې شوروي اتحاد  په یوه عصري ټولنیز ډیموکراسۍ بدل کړي. هغه د دې لپاره دوه پلانونه درلودل. لومړی بیا جوړښت  او دویم روڼتیا .

 

د روڼتیا د پلان په چوکاټ کې په چوکاټ کې، په کلتوري ډګر کې اصلاحات رامنځته شوي. د بیان او رسنیو  ازادي پراخه شوه. ګورباچوف د شوروي سیاسي نظام د ډیموکراسۍ لپاره د لارو چارو په لټه کې و. د محدود ازاد بازار اقتصاد ته د لیږد لپاره ځینې میکانیزمونه پلي کړل.

ګورباچوف له غربي هیوادونو سره هم تودې اړیکې ټینګې کړې. هغه د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر رونالډ ریګن سره یو لړ ناستې ترسره کړې. په ۱۹۸۷ کې، دواړو مشرانو د اټومي وسلو د کمولو لپاره د منځني واټن اټومي وسلو تړون لاسلیک کړ.

په ۱۹۸۹ کال کې ګورباچوف له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو تاریخي پریکړه وکړه. هغه د لوېديځ او د هغه هېواد تر منځ اړيکې نورې هم نږدې کړې.

میخایل ګورباچوف د سړې جګړې په پای ته رسولو او د برلین دیوال په ړنګولو کې مهم رول ولوباوه. هغه ته د نړۍ په پرمختګ کې د هغه د بریالۍ رهبرۍ او ونډې له امله په ۱۹۹۰ کال  کې د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه.

 

 

 



اړوند خبرونه