د روسیې او فرانسې د دفاع وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د روسیې او فرانسې د دفاع وزیرانو د د زاپوروزای اټومي بټۍ د وضعیت په اړه خبرې وکړې .

1872325
د روسیې او فرانسې د دفاع وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د فرانسې د دفاع وزیر سیباستیان لیکورنو سره د زاپوروزای اټومي بټۍ د وضعیت په اړه خبرې وکړې .

د روسیې د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل  شوي چې دا ټيلیفوني خبرې د  فرانسې په نوښت ترسره شوي دي.

 شوګو او لیکورنو په اوکراین کې د زاپوروزای اټومي بټۍ په اړه د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې راغلي، "شویګو د اوکراین د وسله والو ځواکونو د کړنو په اړه چې د بریښنا د فابریکې د خوندي عملیاتو مخه نیسي ارزونه وکړه.  د زاپوریزیا بټۍ ته د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د کارکوونکو د سفر اهمیت او د دې ادارې له مفتشینو سره د لازمو مرستو د چمتووالي  په اړه هم  خبرې وکړې.



اړوند خبرونه