د امریکا پوځ په سوریه کې یو لړ هوايي بریدونه کړي دي.

امریکا په سوریه کې په ایران پلوه ځواکونو هوايي بریدونه کړي

1871677
د امریکا پوځ په سوریه کې یو لړ هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا پوځ په سوریه کې یو لړ هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا پوځ هغه هدفونه چې ویل کیږي د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو  سره تړاو لري په نښه کړي دي.

امریکا پر سوریې د هوايي بریدونو نه خبر ورکړی دی . د امریکا پوځ اعلان کړی، چې په دیرالزور ښار کې پر هغه  هدفونو هوايي بریدونه کړي دي چې د مخکې تثبیت کړي  وو.

د امریکا د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د یاد شوي  هدفونه د ایران د انقلاب ساتوونکو ځواکونو سره تړاو لري .

په داسې حال کې چې د سوریې په رسنیو کې هم د برید په اړه کوم خبر نه دی شریک شوی، خو د ایران له خوا هم  تایید شوي ندي.

د امریکا متحده ایالتونو پوځ ویلي دي چې دا بریدونه يي  د ولسمشر جو بایدن په امر کړي  دي.

ویل شوي، چې دغه هوايي بریدونه د اګست پر ۱۵ د ایران له خوا د ترسره شویو بریدونو په غبرګون کې شوي دي.

د ویلو ده  چې ایران پلوه ملیشو د اګست په ۱۵ مه نيته د سوریې  په الطنف په سیمه  کې د امریکايي ځواکونو پر هډې د بې پيلوته الوتکو سره برید کړی وو.

 



اړوند خبرونه