شمالي کوریا د سویلي کوریا مشروط اقتصادي مرستې وړاندیز رد کړ.
شمالي کوریا : هیڅکله به هم د سویلي کوریا پلانونو ته غاړه کینږدو
شمالي کوریا د سویلي کوریا مشروط اقتصادي مرستې وړاندیز رد کړ.
د سویلي کوریا شمالي کوریا ته "د اټومي بې وسلې کولو ګامونو په بدل کې" اقتصادي مرستې او ددې هیواد پر وړاندې د نړۍوالو دروازو د پرانیستو وړاندیز کړی وو چې د شمالي کوریا لخوا رد شو.
د سویلي کوریا خبري اژانس یونهاپ د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس له قوله ویلي دي چې شمالي کوریا د سویلي کوریا وړاندیز رد کړ.
په خبر کې راغلي دي چې ، د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون خور کیم یو جونګ د سویلي کوریا د بې وسلې کولو په صورت کې د اقتصادي پلوه د دوی سره د مرستې وړاندیز په اړه ارزونه وکړه.
کیم یو جونګ چې د بین الکوریايي اړیکو مسؤله هم ده ، د سویلي کوریا د ولسمشر یون سوک یول د ادارې پلان نه يي "بې عقلۍ اوج" په توګه یادونه وکړه.
هغې د دې په یادولو سره وویل چې په تیرو وختونو کې ورته پلانونه شتون درلود ، دوی به هیڅکله د سویل "زړه پورې هڅه او پلان " ونه مني.
د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول لنډه موده مخکې شمالي کوریا ته د اټومي وسلو نه د ټاپو د پاکولو په برخه کې د کوټلو ګامونو د اوچتولو په بدل کې د اقتصادي مرستې وړاندیز وکړ.
د سویلي کوریا ولسمشر وروسته د هغه شمالي کوریا ته د ډیپلوماسۍ او اقتصادي مرستې وړاندیز وکړ چې شمالي کوریا له لویدیځ ساحلي ښارګوټي څخه سمندر ته دوه توغندي وتوغول شول.