د اروپا د امنیتي وضعیت په اړه د روسيې د دفاع وزیر مهمې څرګندونې
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي دي چې په اروپا کې امنیتي وضعیت د سړې جګړې په پرتله ډیر زیات خراب دی.
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي دي چې په اروپا کې امنیتي وضعیت د سړې جګړې د وضعیت په پرتله لا زیات خراب دی.
سرګي شویګو د مسکو په لسم نړیوال امنیتي کنفرانس کې په خپله وینا کې د اوسنیو مسایلو په اړه څرګندونې وکړې.
شویګو د روسیې او اوکراین تر منځ روانې جګړې ته په اشارې سره وویل، لویدیځ هېوادونه له اوکراین سره پوځي مرستې کوي.
"د اوکراین د وسله والو ځواکونو پوځي عملیات په واشنګټن او لندن کې پلان شوي دي. نه یواځې دا چې د لویدیځو استخباراتو لخوا د برید لپاره د اهدافو همغږي شتون لري او اوکراین ته کوردینات ورکول کیږي ددې ترڅنګ ، دا کوردینات د لویدیځو کارپوهانو تر کنټرول لاندې د وسلو سیسټمونو ته هم داخل شوي دي."
شویګو وویل چې "انګلستان د اوکراین د ادارې یو له اصلي ملاتړ کونکو څخه دی." هغه زیاته کړه چې د اوکراین په اړه د روسیې د ادارې لخوا ټاکل شوي اهداف به ترلاسه شي.
د روسیې د دفاع وزیر په اوکراین کې د اټومي وسلو د کارولو د احتمال په اړه وویل:
"په اوکراین کې د پوځي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نشته."
شویګو وویل چې د نړیوال او سیمه ایز امنیت په ډګر کې بنسټیز بدلونونه شتون لري.
"د امریکا متحده ایالتونو او د هغې د متحدینو غیر مشروط تسلط او حاکمیت دوره پایته رسیدلې ده. په اوکراین کې د فبرورۍ په ۲۴ د ځانګړو پوځي عملیاتو پیل د یو قطبي نړۍ د پای نښه ده.
دا یو حقیقت دی چې نړۍ نن څو قطبي ده. په نړۍ کې قطبونه په روښانه توګه تعریف شوي."
هغه په اروپا کې د امنیتي وضعیت په اړه وویل ،
په اروپا کې امنیتي وضعیت د سړې جګړې په پرتله لا زیات خراب دی. د ناتو پوځي فعالیتونه خورا ډیر تیري کوونکي او د روسیې ضد دي. په یاده شوې لویه وچه کې ډیر زیات امریکایي ځواکونه ځای په ځای شوي دي.
هغه وویل، په مرکزي او ختیځه اروپا کې د ایتلافي ځواکونو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.
سرګي شویګو دې ته اشاره وکړه چې ناټو په ختیځ کې خپلې زیربناوې پیاوړې کوي.
"په ختیځ کې د ناټو پیاوړتیا د سړې جګړې پرمهال په اروپا کې د باور او د وسلو د کنټرول په اړه رامنځته شوو میکانیزمونو د خرابیدو پروسه پای ته رسوي."
هغه زیاته کړه چې چې د امریکا متحده ایالتونه هڅه کوي د هغو هیوادونو ترمنځ چې پرې کنټرول نلري د تعامل مخه ونیسي . د لاتینې امریکا هیوادونه هم له دې څخه اغیزمن شوي او د جدي امنیتي ستونزو سره مخ دي.
"د دې تګلارې هدف دا دی چې سیمه د روسیې او چین ترمنځ د جنجال په سیمه بدله کړي، د دودیزو اړیکو خرابول، او په نظامي - تخنیکي برخو کې د همکارۍ مخه ونیسي."
شویګو ددې خبرې په ټینګار وویل چې موږ په منځني ختیځ کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې بریاوې ترلاسه کړې، خو له نړیوالو ترهګرو ډلو څخه د غچ اخیستلو ګواښونه دوام لري. هغه وویل چې په سوریه کې د ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوي هڅه کوي. شویګو زیاته کړه ،
"موږ په سوریه کې د وضعیت د خرابولو لپاره د کردانو د فکتور کارول یو ځانګړي خطر ګڼو. د استانه په بڼه کې د تضمین کونکو هیوادونو (تورکیې، روسیې او ایران) تعامل د امنیت اړوند ستونزو د حل لپاره یواځنی مشروع او اغیزمن میکانیزم دی.