سویلي کوریا شمالي کوریا ته په مشروط ډول د اقتصادي مرستو وړاندیز وکړ
د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول شمالي کوریا ته د اقتصادي مرستې وړاندیز کړی، په دې شرط چې د اټومي بې وسلې کولو په لور کوټلي ګامونه پورته کړي.
د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول شمالي کوریا ته د اقتصادي مرستې وړاندیز کړی، په دې شرط چې د اټومي بې وسلې کولو په لور کوټلي ګامونه پورته کړي.
د يونهاپ خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر يون د جاپان له اشغال څخه د جنوبي کوريا د ازادۍ د کليزې د لمانځنې په مراسمو کې وويل، د شمالي کوريا ټاپووزمې، شمال ختيځې اسيا او نړۍ کې د تلپاتې سولې لپاره د پيونګ يانګ د ادارې بې وسلې کول ضروري دي.
یون د شمالي کوریا د اقتصاد د ښه کولو لپاره د هغه پلان د جزیاتو په اړه معلومات شریک کړل، کوم چې هغه د می په میاشت کې اعلان کړی وو.
هغه وویل "که چیرې شمالي کوریا د خپل اټومي پروګرام پراختیا ودروي او د اټومي بې وسلې کولو ریښتینې او پیاوړې پروسه پیل کړي، هغه زړور نوښت چې زه یې فکر کوم په تدریجي ډول به د شمالي کوریا اقتصاد او د خلکو ژوند ښه کړي."
یون دا هم وویل چې دوی به د پلان دننه د خوراکي توکو لوی پروګرام پلي کړي، دوی به د بریښنا تولید، لیږد او ویشلو بڼسټونو کې مرسته وکړي او دوی به ددې هیواد نړیوالې سوداګرۍ لپاره د بندرونو او هوایی ډګرونو عصري کولو پروژې پلي کړي. د کرنېزو تولیداتو کچه به ورته لوړه کړي او د روغتونونو او روغتیايي بڼسټونه به جوړ کړي او د نړیوالې پانګونې او مالي ملاتړ نوښتونو به پلي کړي.
يون په خپله وينا کې وويل چې هېواد يې بايد د تاريخي ستونزو په حلولو سره له جاپان سره اړيکې ښې کړي.
د جنوبي کوريا جمهور رئيس دغه راز وويل، د دواړو هېوادونو حکومتونه او خلک بايد د اقتصاد او امنيت په برخو کې پراخې همکارۍ وکړي، څو د نړيوالې سولې او سوکالۍ او همدارنګه د سيمې په ابادۍ کې ونډه واخلي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.