هالنډ وايي په افغانستان کې ددوې همکار ۴۹۶ تنه افغانان اوس هم هالنډ ته د بیولو انتظار باسي
په افغانستان کې د هالنډي ځواکونو همکار ۴۹۶ تنه افغانان اوس هم د هالنډ لخوا د افغانستان نه ددوې د ایستو انتظار باسي.
په افغانستان کې د هالنډي ځواکونو همکار ۴۹۶ تنه افغانان اوس هم د هالنډ لخوا د افغانستان نه ددوې د ایستو انتظار باسي.
دا خبره د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر وکړه.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ووپکې هویسترا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د لومړي کلیزې په اړه د هالنډ پارلمان ته په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې په افغانستان کې ۴۹۶ تنه زمونږ همکار افغانان هالنډ ته د ویستو انتظار باسي.
په بیان کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له جولای میاشتې راهیسې له افغانستان څخه هالنډ ته ۲۲۹۹ کسان لېږدول شوي، همداشان ۴۹۶ تنه نور د ایستلو په تمه دي چې ددې کسانو څخه ۲۵۶ یې لا هم له افغانستانه نه دي وتلي پاتې ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوي دي.
ډیری هغه کسان چې د وتلو په تمه دي ځایي کارګران او د هغوی کورنۍ دي، چې په افغانستان کې د هالنډ په بیلابیلو ماموریتونو کې د امنیت او ژباړونکو په توګه دنده ترسره کړې.
د هالنډ سیمه ییزو رسنیو پر حکومت نیوکي کړي چې د افغانانو په ایستلو کې سستي کړې و او هغه کسان چې ایستل کیږي په "تصادفي ډول" غوره شوي.
په خبر کې هغه لسو تنو افغانانو ته چې د اروپا د پولیسو یورپول سره کار کولو هالنډ ته د هغوې د ویستو د اجازې نه ورکولو نه د بیلګې په توګه یادونه شوې ده .
په خبر کې پر حکومت نیوکه شوې چې ډیری افغانان يي چې ددوې سره همکاري کړې بې سرنوشته پریښې .