اوکراین د روسیې سره په روانه جګړه کې د روسیې ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړ

اوکراین اعلان کړې چې د دونیتڅک په باخموت سیمه کې د روسیې له پوځ سره نښتې زیاتې شوي دي.

1867146
اوکراین د روسیې سره په روانه جګړه کې د روسیې ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړ

اوکراین اعلان کړې چې د دونیتڅک په باخموت سیمه کې د روسیې له پوځ سره نښتې زیاتې شوي دي.

د اوکراین لوی درستیز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نښتو او د روسیې د پوځ د تلفاتو په اړه معلومات ورکړي دي.

د اوکراین د لوی درستیز د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  د روسیې پوځ ۲۰۰ سرتېري له لاسه ورکړي، چې ډېری یې په دونیتڅک سیمه کې دي.

د روسیې پوځ د فبرورۍ له ۲۴مې او د اګست تر ۱۲مو نیټو ترمنځه په اوکراین کې په مجموعي توګه ۴۳۲۰۰ سرتېري د لاسه ورکړي دي.

په دې موده کې ۲۳۳ روسي الوتکې، ۱۹۱ چورلکې، ۱۸۴۹ ټانکونه، ۴۱۰۸ زغره وال ګاډي، ۹۷۵ توپونه، ۲۶۱ راکټ لانچرونه او ۱۳۶ هوايي دفاعي سیستمونه له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روسیې ځواکونو ۳ زره ۲۱ موټر، ۱۵ سپکې سرعت او جنګي بېړۍ او ۷۷۸ بې پیلوټه الوتکې له لاسه ورکړي او دغه راز د روسیې له لوري توغول شوي ۱۸۵ کروز توغندي هم د اوکراین د هوايي دفاعي ځواکونو له خوا په نښه او له منځه وړل شوي دي.

د اوکراین د لوی درستیز په یوه بل بیان کې ویل شوي چې د دونیڅک په باخموت سیمه کې نښتې زور اخیستی.

په خبرپاڼه  کې ويل شوي چې روسي ځواکونو د ټانکونو، توپخانو او الوتکو په مرسته د ګورليوکا-زايچيف په لور يو څه برياليتوب تر لاسه کړ.

د اوکرایني چارواکو د معلوماتو له مخې، په داسې حال کې چې د روسیې د پوځ پر وړاندې مقاومت دوام لري، روسیې پر ځینو ښارونو توغندیز بریدونه پیل کړي دي.

روسي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر لوهانسک سیمه ۸ هوايي بریدونه کړي دي.

روسي ځواکونو د دونیتڅک په کرماتورک ښار ۱۱ توغندي توغولي دي.

په برید کې ۳ کورونه ویجاړ شوي، خو چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

په کورهاوف توغندیز برید کې د لومړنیو دقیقو معلوماتو له مخې ۲ تنه اوکراینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د نیپروپیټروسک په مارګانیچ ښار شاوخوا ۴۰ ګراد توغندي توغول شوي.



اړوند خبرونه