په امریکا کې د اف بي ای په دفتر د برید هڅه وشوه
د امریکا د سنسناټي په ښار کې یو وسله وال چې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) دفتر ته په زور سره د ننوتو هڅه کوله په ډزو ووژل شو.
د امریکا د سنسناټي په ښار کې یو وسله وال چې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) دفتر ته په زور سره د ننوتو هڅه کوله په ډزو ووژل شو.
ویل کیږي شکمن کس چې د مرمۍ ضد واسکټ هم اغوستی و، اف بي ای دفتر ته په زور سره د ننوتو د هڅې نه وروسته کله چې د دفتر د خطر زنګ په غږیدو شو له ودانۍ څخه جلا او د موټر سره د پیښې د ځای نه د تیښتې هڅه کوله چې ، د پولیسو لخوا محاصره شو.
شکمن کس هم پر پولیسو ډزې پیل کړې .پولیسو هغه ته د قناعت ورکولو هڅه کوله چې د پولیسو پر لورې د ټوپک میل د اړولو نه وروسته د پولیسو لخوا وویشتل شو. ویل کیږي وژل شوی کس ۴۲ کاله عمر لري او ریکی شیفر نومیږي. د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې دا څیړنې پیل کړي چې ایا ریکي شیفر له ښي اړخو افراطي ډلو سره اړیکې درلودلې او که نه.
شیفر په ټولنیزو رسنیو کې دوه اکاونټونه لري، د هغه زیاتره ټویټونه په امریکا کې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۳ مه د جمهوري ریاست د انتخاباتو اړوند دي، هغه لیکلي چې انتخابات له ډونالډ ټرمپ څخه "غلا" شوي. راپورونو له مخې هغه په ډیموکراتانو ، د اف بي ای او سترې محکمې په وړاندې د بریدونو د ترسره کولو غږ کړی وو.
د هغه په ټویټر اپاڼه کې کې ځینې پوسټونه ښیي چې شیفر د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۶ د امریکا متحده ایالتونو کانګرس باندې برید کې هم برخه اخیستې وه.
د ټرمپ اړوند په وېبپاڼه کې د ریکي شیفر په نوم له پرانستل شوي اکاونټ څخه په یوه پیغام کې هغه په ټولو امریکایانو غږ کړی چې "جګړې ته چمتو شي" او وايي "زه د جګړې وړاندیز کوم". د اف بي ای اجنټانو د دوشنبې په ورځ په فلوریډا ایالت کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کور چاپه واچوله.
د امریکا د عدلیې وزیر ګارلینډ وویل چې ما د ټرمپ د کور تلاشي امر ورکړی وو او غواړم چې د پلټنې د حکم محتويات له خلکو سره شریک کړم. د ټرمپ پلویانو له تالاشۍ نه وروسته پر اف بي ای سختې نیوکې وکړې.
د بله پلوه د اف بي ای مشر کریسټوفر ورې وویل چې د اف بي ای د کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه باید ټول امریکایان اندېښمن کړي.
هغه وویل چې پر اف بي ای لګول شوي بې بڼسټه تورونه او بریدونه د حقوقو لوړوالي پرنسیب ته زیان رسوي.