ملګري ملتونه : داعش ترهګرې ډلې په تیر کال کې د ډرون الوتکو کارول د پام وړ ډیر کړي دي

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې داعش ترهګرې ډلې په تېر یو  کال کې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) کارول د پام وړ زیات کړي دي.

1865960
ملګري ملتونه : داعش ترهګرې ډلې په تیر کال کې د ډرون الوتکو کارول د پام وړ ډیر کړي دي

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې داعش ترهګرې ډلې په تېر یو  کال کې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) کارول د پام وړ زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد څانګې مشر ولادیمیر ورونکوف د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل بریفنګ کې خبرداری ورکړ چې داعش، د خپل سیمه ایز کنټرول او مشرتابه له لاسه ورکولو سره سره لاهم یو  ستر ګواښ دی.

ورونکوف دې ته په اشارې سره  ویلي دي چې داعش  ترهګرې ډلې په تېر یو کال کې په تېره بیا د عراق په شمال کې د بې پېلوټه الوتکو استعمال زیات کړی دی او خبرداری ورکړی چې  دغه ترهګریز سازمان اوس هم په سوریې، عراق، افغانستان، سومالیا او د چاد د جهيل په سیمو کښې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

ولادیمیر ورونکوف ویلي، داعش په سوریه او عراق کې نږدې ۱۰ زره تنه  ترهګر لري او لا هم له ۲۵ تر ۵۰ میلیونو ډالرو عاید لري.



اړوند خبرونه