چین د ټایوان په شاوخوا کې پوځي تمریناتو ته د دوام ورکولو پریکړه وکړه
د چین پوځ که څه هم د تایوان شاوخوا کې د پوځي تمریناتو په اړه صادر کړي د هوا او سمندري خوندیتوب خبرتیا (NOTAM) د یکشنبې په ورځ پای ته ورسید خو پرون يي هم خپلو تمریناتو ته دوام ورکړ.
د چین پوځ که څه هم د تایوان شاوخوا کې د پوځي تمریناتو په اړه صادر کړي د هوا او سمندري خوندیتوب خبرتیا (NOTAM) د یکشنبې په ورځ پای ته ورسید خو پرون يي هم خپلو تمریناتو ته دوام ورکړ.
د تايوان د دفاع وزارت ويلي ، چين پوځ چې ټایوان ته د امريکا د متحده ايالتونو د استازیو د مجلس د رئيسې نانسي پلوسي له سفر وروسته د څلور ورځنیو پوځي تمریناتو د پیلولو نه خبر ورکړی وو پوځي تمرينونو په پنځمه ورځ هم دوام وکړ. د تمریناتو په پنځمه ورځ د ټایوان ټاپو په شاوخوا کې ۳۹ جنګي الوتکې او ۱۳ جنګي بېړۍ وليدل شوې.
د ټایوان د دفاع وزارت لخوا په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي چې د چین هوایی او سمندري وسایط د بریښنایی تعقیب وسیلو ، ګزمې الوتکو ، کښتیو او توغندیو سیسټمونو سره تعقیب شوي.
په بیان کې دا هم یادونه شوې چې د چین د پوځ ۲۱ الوتکو د هوا او سمندري کرښې په ختیځ کې الوتنې کولې، چې د تایوان تنګي کې د هیوادونو د نفوذ ساحه محدودي .
دغه وزارت ویلي چې د اګست په ۳مه نېټه کله چې پلوسي له ټاپو څخه ليدنه وکړه، د اګست په څلورمه نېټه د تايوان په شاوخوا کې ٢٢ چينايي جنګي الوتکې وليدل شوې، کله چې له ليدنې وروسته د ټاپو په شاوخوا کې تمرينات پيل شول د اګست په څلورمه نېټه د چين څخه ١١ اوږد واټنه توغندي وتوغول شول او د تایوان په اوبو کې ولویدل .
سربیره پردې ، د اګست په ۵ کې ۶۸ جنګي الوتکې او ۱۳ جنګي کښتۍ د ټاپو شاوخوا ، د اګست په شپږمه نیټه بیا ۲۰ الوتکې او ۱۴ کښتۍ او د اګست په اومه نيټه ۶۶ الوتکې او ۱۴ کښتۍ لیدل شوي.
چین ټایوان ته د امریکا د استازیو د مجلس د مشرې پلوسي د سفر نه وروسته چې د خپل هیواد د ملي حاکمیت نه يي د تیري په توګه ترینه یادونه وکړه د اګست د ۴ او ۷ مو نیټو ترمنځه ، د جزیرې په شاوخوا کې د حقیقي مهماتو سره پوځي تمرینات پیل کړل. د چین پوځ په شپږو سیمو کې د ترسره شویو تمرینونو له امله ځینې سیمې د بېړیو او الوتکو د تګ راتګ پر مخ وتړلې.
د چین پوځ پرون په یو بل بیان کې وویل چې دوی به تمریناتو ته دوام ورکړي، که څه هم د تمریناتو په اړه د هوا او سمندري خوندیتوب خبرداری (NOTAM) د یکشنبې په ماسپښین پای ته ورسید.
د بله پلوه ټایوان د چین ددې پریکړې نه د ټایوان اشغالولو ته د چمتوالي په توګه یادونه کړې ده .