امریکا پر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د پنځه نیم میلیاردو ډالرو وسلو پلور منظور کړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د پنځو میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو پلور منظور کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د پنځو میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو پلور منظور کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د وسلو د خرڅلاو د تړون په چوکاټ کې به سعودي عربستان باندې د درې نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت پاتریوت توغندي وپلورل شي.
ددې تړون په چوکاټ کې به په متحده اماراتو د دوه میلیاردو او ۲۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د سیمه ایز لوړ ارتفاع هوایی دفاع (THAAD) میزایل سیسټم وپلورل شي.
د پنټاګون د دفاعي امنیت او همکارۍ ادارې په وینا، سعودي عربستان به د وسلو د پلور تړون سره سم ۳۰۰ پاتریوت توغندي په خپل لیست کې اضافه کړي.
د تړون له مخې، متحده عربي امارات به د THAAD ۲ لانچ سټیشنونه، ۲ THAAD تاکتیکي عملیاتي سټیشنونه او ۹۶ توغندي ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده چې د وسلو د خرڅلاو پورتني تړونونه چې ارزښت یې څه دپاسه ۵ میلیارده ډالره دی د امریکا لخوا د ایران سره د اټومي هوکړې د مذاکراتو د پیلیدو نه وروسته لاسلیک شو.
پداسې حال کې چې امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي له تړون څخه په یو پلوه توګه وتلی وو د اوسني ولسمشر جو بایډن اداره د دې موافقې ته د بیرته راستنیدو لپاره له ایران سره د خبرو اترو د دوام پلوي ده.