روسیه : په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د جنګیالیو شمیره درې برابره ډیر شوی
روسیه وايي، په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د غړیو شمېر درې چنده زیات شوی او شپږ زرو تنو ته رسېدلی دی.
روسیه وايي، په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د غړیو شمېر درې چنده زیات شوی او شپږ زرو تنو ته رسېدلی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مسکو کې په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان په اړه څرګندونې وکړې.
کابلوف په افغانستان کې د طالبانو د موقت حکومت د کړنو په ارزولو سره څرګنده کړه چې ، طالبان لا تر اوسه د هېواد د حکومت کولو لپاره "متحد" نظریه نه لري.
له بلې خوا کابلوف ویلي چې هیڅ مخالف ځواک نشته چې په افغانستان کې د اوسنۍ ادارې پر وړاندې پوځي انډول رامنځته کړي.
ضمیر کابلوف دغه راز په افغانستان کې د داعش پر موضوع هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د داعش د غړیو شمیر مخ په زیاتیدو دی.
"د داعشیانو شمېر ۶۰۰۰ ته لوړ شوی دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل او د داعش پر ضد یې سخت ګامونه پورته کړل، پدې هیواد کې د اورپکو شمېر شاوخوا ۲۰۰۰ تنه و و. په بل عبارت، درې چنده زیات شوی دی. دا په افغانستان کې د وضعیت تر ټولو منفي پرمختګ دی، ځکه چې د داعش غړي نه یوازې افغانستان بلکې ګاونډیان هم بې ثباته کوي لکه څنګه چې به یې ویل."