په کاناډا کې وسله وال برید شوی
په کاناډا کې د وسله وال برید له امله ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په کاناډا کې سهار په وختي ساعتونو کې د ترسره شوي وسله وال برید له امله ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.
د کاناډا د شاهي پولیسو د لانګلي د ښار ویاندې ربیکا پارسلو وویل یو تن سپین پوستي ځوان کس د برتش کولمبیا ایالت په لانګلي ښار کې په ځايي وخت د سهار د شپږو بجو په شاوخوا کې پر خلکو ډزې پيل کړې چې په نتیجه کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ویاندې ویلي دي چې برید کوونکی وروسته د پولیسو لخوا نیول شوی دی او د پولیسو په توقیف کې دی. هغې د برید کوونکي د هویت او پدې برید کې د مرګ ژوبلې د شمیرې په اړه د څه ویلو نه ډډه وکړه.
د ډزو د اوریدو وروسته، د پولیسو ټیم د پېښې سیمه محاصره کړه او د ټیلیفون له لارې شاوخوا خلکو ته د لنډ پیغامونو په استولو سره د هغوې نه د کورونو نه د نه وتو غوښتنه وکړه .
پارسلو وویل چې د برید کونکي لخوا په نښه شوي قربانیان هغه بې کوره خلک وو چې په سړکونو کې ژوند کوي.
ویاندې زیاته کړه چې د پيښې په څو کیلومترۍ کې ځیني کلي شتون لري چې د جرمونو کچه پکې ډیره لوړه ده . کیدای شي چې برید کوونکی د نوموړو سیمو سره تړاو ولري. د برید په اړه تحقیقات دوام لري.