د کاتولیکو مسیحیانو روحاني مشر پاپ فرانسیس د کاناډا اصلي اوسیدونکو نه بخښنه وغوښته
د کاتولیکو مسیحیانو روحاني مشر او د واتیکان ولسمشر پاپ فرانسیس په کاناډا کې د کلیسا اړوند په ښوونځیو کې د کاناډا د اصلي ځايي ماشومانو سره د ناوړه چلند له امله بخښنه وغوښته.
د کاتولیکو مسیحیانو روحاني مشر او د واتیکان ولسمشر پاپ فرانسیس په کاناډا کې د کلیسا اړوند په ښوونځیو کې د کاناډا د اصلي ځايي ماشومانو سره د ناوړه چلند له امله بخښنه وغوښته.
پاپ چې کاناډا ته د خپل سفر نه د "توبې د زیارت" په توګه یادونه کوي د اډمونټون په ښار کې په یوه عامه غونډه کې ګډون وکړ. د هغه د خپل سفر لومړي تمځای کې د ځایی خلکو مشرانو، د کلیسا ښوونځیو کې ژوندي پاتې شوو ځاي خلکو او سیاستوالو سره لیدنه وکړه.
پاپ فرانسیس غوندې ته په خپله وینا کې وویل، "زه په عاجزانه توګه د هغه ناوړه عمل لپاره بخښنه غواړم چې د ډیری مسیحیانو لخوا د کاناډا د اصلي خلکو په وړاندې ترسره شوی دی."
د پاپ دغه خبرې په سیمه کې د خلکو له خوا وستایل شوې. د کاتولیک کلیسا د غړو په استازیتوب په کاناډا کې کلیسا اړوند په ښوونځیو کې د اصلي ځايي خلکو په وړاندې د " تخریبي" تګلارې له امله بخښنه وغوښته، هغه مسیحي ټولنې ته وویل چې جبري حذب یا ادغام د بومي خلکو کلتور ویجاړ کړی، د دوی کورنۍ یې ټوټې ټوټې کړي او داسې افراطي کړي چې نن ورځ يي هم احساس کیږي.
پاپ د کاناډا د کلیسا یو له لویو ښوونځیو څخه د ایرمینسکین پخواني ښوونځي ته په اشارې سره وویل "دلته د دردناکو یادونو په تړاو زه غواړم هغه څه پیل کړم چې زه یې د حج په توګه فکر کوم. دا د توبې زیارت دی."
هغه په خپله وینا کې په مکرر ډول بخښنې غوښتلو سره وویل ، پدې ښوونځیو کې د رامنځته شوو ناوړه او د شرم نه د ډکو پيښو له امله چې د کلیسا د ځینو غړیو لخوا ترینه ملاتړ شوی دی ډیر زیات خواشینی دی.
هغه وویل د هغه ماشومانو د یادونو پر وړاندې چې ددې ښوونځیو نه بیرته ندي راستانه شوي د درد، قهر او شرم احساس کوي.
هغه وویل چې د کلیسا اړوند په ښوونځیو کې د ښوونکو ، راهبانو او کارکوونکو لخوا ترسره شوو بې رحمانه کړنو له امله د زړه له تله بخښه غواړي.
د کاناډا د حقیقت او پخلاینې کمیسیون چې دا مسله یې څیړلې، په ۲۰۱۵ کال کې د کلیسا اړوند ښوونځيو کې چې د ۱۸۳۱-۱۹۹۶ کلونو ترمنځ فعالیت په اړه څیړنه بشپړه کړه.
ددې څیړنې په راپور کې ویل شوي چې لږترلږه ۴۲۰۰ د کاناډا بومي ماشومان په دې ښوونځیو کې د ناوړه ګټه اخیستنې یا غفلت په پایله کې مړه شوي.