په انګلستان کې د ډیر سخت تودوخي له امله اورلګیدنې رامنځته شوي دي

پداسې حال کې چې په انګلستان کې د هوا تودوخې ریکارډ مات کړی د پلازمېنې لندن ته څېرمه یوه لویه اورلګېدنه رامنځته شوې.

1857219
په انګلستان کې د ډیر سخت تودوخي له امله اورلګیدنې رامنځته شوي دي

پداسې حال کې چې په انګلستان کې د هوا تودوخې ریکارډ مات کړی د پلازمېنې لندن ته څېرمه یوه لویه اورلګېدنه رامنځته شوې.

ددې سترې اورلګیدنې لمبې  د استوګنې سیمو ته رسیدلي دي. ځایی اوسیدونکي د سیمې څخه تښتیدلي دي. پدې سیمه کې چې "اضطراري حالت" اعلان شوی له سلو څخه زیات اور وژونکي ډلې د اورلګیدنې سره د مبارزې په خاطر سیمې ته استول شوي دي.

په انګلستان کې، چې د بې ساري تودوخې سره مبارزه کوي، په پرله پسې ډول سره په ځنګلونو کې د اور لګیدونو نه خبر ورکول کیږي.

اورلګېدنه چې د پلازمېنې لندن په ختیځ کې د ویننګټن په سیمه کې پیل شوې وه په چټکۍ سره د استوګنې سیمو ته خپره شوه. چارواکو په سیمه کې "اضطراري حالت" اعلان کړ. سیمې ته تر ۱۰۰ زیات اور وژونکي استول شوي دي. ځايي اوسېدونکو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، لږ تر لږه ۸ ودانۍ او يوه کليسا  سوځیدلي ويجاړه شوې ده. دغه تخریب هم له هوا څخه د چورلکو په واسطه ثبت  شوی دی.

په ویننګټن کې د اورلګېدنې ځپلې سیمې څخه د خلکو د عاجل تخلیې امر شوی دی. ځایي اوسیدونکو خپل کورونهد او هر څه  پریښي او د اور څخه د تیښتې لپاره یې ځانونه خوندي سیمو ته رسولي دي. اور وژونکې ډلې د اورلګیدنې د کنټرول هڅه کوي.



اړوند خبرونه