په مکسیکو کې پوځي چورلکې سقوط کړی
په مکسیکو کې د یوې پوځي چورلکې د سقوط په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
1855741
په مکسیکو کې د یوې پوځي چورلکې د سقوط په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په مکسیکو کې، د سمندري ځواکونو یوه چورلکه چې د نشه يي توکو د سترې قاچاق وړونکې ډلې د مشر رافیل کارو کوینټرو د نیولو په عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه سقوط وکړ.
د مکسیکو سمندري ځواکونو د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ددوې یوه پوځي چورلکه چې د نشه يي توکو د سترې قاچاق وړونکې ډلې د مشر د نیولو په عملیاتو کې ګډون کړی وو د سینالووا په ایالت کې لوېدلې ده.
پدې پيښه کې ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ او یو تن ټپي شوی دی.
د چورلکې د سقوط لامل معلوم ندی. د پيښې په اړه تحقیقات دوام لري.
د بله پلوه د نوموړي ستر قاچاقبر د نیولو او نه یا نه نیولو په اړه هم څه ندي ویل شوي.