ملګري ملتونه : په سوریه کې د پي کاکا څانګو په لسګونو ماشومان استخدام کړي دي

ملګروملتونو راپور : د سوریې په شمال کې د پي کاکا اړوند ترهګري ماشومان خپلو لیکو ته استخداموي او وژنې يي

1854661
ملګري ملتونه : په سوریه کې د پي کاکا څانګو په لسګونو ماشومان استخدام کړي دي

د ملګرو ملتونو سازمان  د ماشومانو او وسله والو شخړو کلنی راپور ښیې چې د امریکا متحده ایالتو په ملاتړ د YPG ترهګرې ډلې او په سوریه کې د هغې پورې اړوند نورو ډلو د ۲۰۲۰ کال د جنوري څخه تر دسمبر  میاشتې  پورې په یو کال کې  ۲۲۱ تنه  کوچنيان په خپلو لیکو کې استخدام کړي ، په لسګونو نور یې وژلي او حتی ښوونځي یې د نظامي موخو د کارولو لپاره نیولي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان  په راپور کې راغلي دي چې د YPG/PKK ترهګرې ډلې تیر کال د سوریې په شمال کې د ماشومانو استخدام ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو او وسله والو شخړو په اړه د ملګرو ملتونو د کلني راپور له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، دغې ډلې، چې ځان د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (SDF) په نوم یادوي، او  د امریکا او لویدیځو هېوادونو ملاتړ ورسره دی، تیر کال تنه ۲۲۱ ماشومان عسکر استخدام کړي دي.

راپور د ۲۰۲۱ کال د جنوري څخه تر دسمبر میاشتې پورې موده پوښي او د نورو شیانو په مینځ کې د هغو اړخونو لیست کوي چې د ماشومانو په استخدام او کارولو کې ښکیل دي، د ماشومانو وژنه او معیوبیت او د ماشومانو پروړاندې جنسي تاوتریخوالی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د YPG/PKK یوې بلې څانګې چې د "داخلي امنیتي ځواکونو" په نوم یادیږي ۲۴ تنه  ماشومان د سوریې په شمال او ختیځ کې د سرتیرو په توګه استخدام کړي.

 

برسېره پر دې، د "عفرین د آزادۍ ځواکونو" چې د ورته ترهګرې ډلې سره تړاو لري، په ۲۰۲۱ کې دوه ماشومان استخدام کړي. د راپور له مخې، "داخلي امنیتي ځواکونو" ۴۳ ماشومان بندیان کړل، همداشان YPG/PKK ترهګرو هم  په هغو سیمو کې ددوې تر کنټرول لاندې دي ۶ تنه ماشومان  بندیان کړل او ځورولي دي .

راپور د YPG/PKK اړوندو زندانونو ته په اشارې سره ویل شوي چې "د ۲۰۲۱ کال په پای کې، د راپورونو له مخې د بهرنیانو په ګډون له ۸۰۰ څخه زیات ماشومان د سوریې په شمال ختیځ کې له داعش سره د تړاو په تور زنداني شوي دي.

راپور دا هم ثبت کړي چې YPG/PKK په ۲۰۲۱ کې ۵۵ ماشومان وژلي، په داسې حال کې چې "داخلي امنیتي ځواکونو" او "د عفرین د آزادۍ ځواکونو" تیر کال ۱۸ ماشومان وژلي دي.

په ښوونځیو او روغتونونو بریدونه ترسره کړي دي.

په راپور کې ویل شوي دي چې په سوریه کې پر ۴۵ ښوونځیو او روغتونونو بریدونه شوي دي، چې ۲۶ یې د بشار الاسد د رژیم او حکومت پلوه ځواکونو له خوا ترسره شوي او  ۱۲ یې د YPG/PKK ترهګرې ډلې ته منسوب شوي دي.

دغې ډلې د پوځي موخو لپاره د کارولو په خاطر ۱۲ ښوونځي او روغتونونه هم نیولي دي. دې ماشومانو ته د بشردوستانه لاسرسی هم رد کړ.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، اسرائیلو او د فلسطین په اشغال شویو سیمو، سومالیا، سوریه او یمن کې تر ټولو زیاتې سرغړونې تایید شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې غیر دولتي وسله والې ډلې د ۵۵ سلنه سرغړونو او ۲۵ سلنه دولتي ځواکونه مسوول دي.

هغه زیاته کړه، "د ماشومانو د تلفاتو له ۲۵ سلنې څخه زیات د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو، د جګړې د پاتې شونو چاودیدونکو توکو او د ځمکنیو ماینونو له امله رامنځ ته شوي، چې په ټولیز ډول ۲۲۵۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

YPG د PKK په سوریه کې څانګه ده چې ترکیه، متحده ایالات او اروپايي اتحادیه د یوې ترهګرې ډلې په توګه نومول شوې. PKK له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د ترکیې پر ضد ترهګریز کمپاین پیل کړی او په دې جګړه کې د ملکیانو په ګډون تر ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

په هرصورت، واشنګټن د انقرې د اعتراض سره سره په سوریه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره دا ډله د ملګري په توګه غوره کړې.



اړوند خبرونه