د روسیې ولسمشر د اوکراین خلکو ته د روسیې د تابعیت ورکولو په برخه کې ډیرې زیاټې اسانتیاوې رامنځته کړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه  فرمان لاسلیک کړ چې له مخې يي د اوکراین اوسېدونکو لپاره د روسیې تابعیت ترلاسه کولو په برخه کې اسانتیاوې راوستل شوې.

1854649

د روسیې قانوني معلوماتو په دولتي سیسټم کې د خپور شوي پریکړې له مخې، ولادیمیر پوتین دې فرمان د اوکراین وګړو ته د روسیې د تابعیت ورکولو په برخه کې اسانتیاوو ساحه ډیره پراخه کړه.

د دغه فرمان سره سم، د اوکراین د ټولو سیمو دایمي اوسیدونکي او همدارنګه د دونستک او لوهانسک جمهوریتونو اوسیدونکي حق لري چې د روسیې د تابعیت لپاره د ساده غوښتنلیک  سره غوښتنه وکړي.

د ویلو ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۱۹ کال کې هم د یو فرمان په صادرولو سره د اوکراین په دونیسک او لوهانسک سیمو کې د اوسیدونکو لپاره د روسیې تابعیت ترلاسه کول اسانه کړي وو. د مې په ۲۵ د اوکراین په خرسون او زاپوروزیان سیمو کې مېشت کسان هم پدې فرمان کې داخل کړی شول.

اړوند خبرونه