د یونان لومړي وزیر د تورکیې په اړه اعتراف په څیر څرګندونې وکړې
د یونان لومړي وزیر : "څوک چې فکر کوي یونان کولی شي د تل لپاره د امریکا متحده ایالتونو لخوا پر تورکیې ته د وسلو پلورلو مخه ونیسي دوې په بشپړ ډول د ځواک په ریښتیني توازن نه پوهیږي."
د یونان لومړي وزیر کریاکوس میچسوتاکیس وویل ،
"څوک چې فکر کوي یونان کولی شي د تل لپاره د امریکا متحده ایالتونو لخوا پر تورکیې ته د وسلو پلورلو مخه ونیسي دوې په بشپړ ډول د ځواک په ریښتیني توازن نه پوهیږي."
میچوتاکیس د SKAI FM راډیو سره په خبرو کې، د یونان د کورني پالیسۍ او د تورکیې او یونان اړیکو په اړه ارزونې وکړې.
میچسوتاکیس واک ته له رسیدو وروسته په دوه اړخیزو اړیکو کې د پرمختګونو په اړه د تبصرې په ترڅ کې وویل چې د تورکیې په وړاندې دوه لارې شتون لري.
که تورکیه اروپا ته نږدې کېدل غواړي، نو نه یوازې دا چې کړکېچ به باید کم کړي، بلکې د اروپايي هېوادونو پر حاکمیت او حاکمیت پر حقونو د شک او تردید نه باید لاس په سر شي. او که چیرې بله لاره غوره کړي، هغه بیا اروپا د لیدوري نه لرې کیدل دي. البته دا به د اروپايي ټولنې سره په اړیکو کې ځیني بدلونه ولري .
میچوتاکیس دې په څرګندولو سره وویل چې هغه پدې دوبي کې د تورکیې او یونان په اړیکو کې د ۲۰۲۰ د دوبي دورې په څیر د تاوتریخوالی تمه نه لري د مارچ په میاشت کې یې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ترسره کړې لیدنه په مثبته فضا کې تیره شوې ده .
میچسوتاکیس وویل، «تر هغه چې تورکیه د یونان پر حاکمیت شک ته دوام ورکړي، د تورکیې او یونان په اړیکو کې د ښه والي امکان نشته.»
د یونان لومړي وزیر امریکا ته خپل سفر او امریکا لخوا پر تورکیې د F-16 الوتکو د خرڅلاو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د مثبت چلند په اړه لاندې څرګندونې وکړې:
"هرڅوک چې فکر کوي یونان کولی شي د تل لپاره په تورکیې د متحده ایالتونو د وسلو پلور مخه ونیسي ، زه فکر نه کوم چې دوې په بشپړ ډول د ځواک په اصلي توازن پوه شي. دلته مهمه دا ده چې مونږ امریکا ته پدې سفر کې څه ترلاسه کړل؟ په ځانګړي توګه د متحده ایالتونو کانګرس ته مو د ناټو په جنوب ختیځ کې د بې ثباتۍ سرچینه هیواد د ناټو غړي باندې د وسلو د نه پلورولو پرخه کې قناعت ورکړ او پدې برخه کې په لویه پيمانه بریالي هم شو. هغوې ته مو دا روښانه کړه چې امریکا دا کار د امریکا په ګټه ندی."
د یادولو وړ ده چې د یونان ددې ټولو هلو ځلو سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته د لیک په استولو ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې پر تورکیې د اف ۱۶ الوتکو پلورل د امریکا د ګټو سره سمون خوري او که چیرې دا کار ونه شي دا به د امریکا ګټو ته ضرر ورسوي.
همداشان د امریکا ولسمشر جو بایدن هم د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې جوړه شوې د ناټو د مشرانو د سرمشریزې په څنډه کې د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې نه وروسته اعلان وکړ چې پر تورکیې د اف ۱۶ جنګي الوتکو د خرڅلاو او د تورکیې د موجودو اف ۱۶ الوتکو د عصري کولو د وړاندیز نه پوره ملاتړ کوي او هیله لري چې پدې برخه کې د کانګرس تاییدي هم ترلاسه کړي.
د بایدن دې څرګندونو په یونان کې د میچو تاکیس پر خلاف چې سخت غبرګونونه وپارول .
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.