د جاپان په پخواني لومړي وزیر شینزو ابې وسله وال برید وشو.
د جاپان پخوانی لومړی وزیر په یو وسله وال برید کې ډیر سخت ټپي شوی دی
د جاپان په پخواني لومړي وزیر شینزو ابې وسله وال برید شوی.
د ویلو ده چې نوموړی په نارا ښار کې د یوې غونډې پر مهال د ټوپک په ډزو وویشتل شو.
د جاپان دولتي ټلویزیون NHK د خبر له مخې ابي په نارا ښار کې د لیبرال دیموکرات ګوند د نوماند د ټاکنیز کمپاین په ملاتړ جوړې شوې غونډې د وینا پرمهال په سینه وویشتل شو.
پخوانی لومړی وزیر، چې په وینو لټ پټ ، ایمرجنسي روغتون ته انتقال شو.
شینزو ابې چې پدې برید کې سخت ټپي شوی دی روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د ویلو ده چې برید کوونکی مخکې ددینه چې د پیښې د ځای نه وتښتي ونیول شو.
برید د ۴۱ کلن یو تن لخوا شوی دی. ویل کیږي برید کوونکي دا برید په لاس جوړې شوې یوې دوه میله وسلې سره کړې ده. د برید کوونکي د هویت او ددې برید د لامل په اړه څه ندي ویل شوي.
ابي، د 2012 او 2020 کلونو ترمنځ د جاپان د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې، چې د هیواد ترټولو اوږد مهاله لومړی وزیر پاتې شوی دی.
ابي دوه کاله وړاندې د روغتیايي دلایلو له امله له دندې استعفا وکړه.