د چین سره د احتمالي جګړې په اړه د امریکايي جنرال مهمې څرګندونې

د امریکا د سمندري ځواکونو یو قومندان د چین سره د احتمالي جګړې پر مهال به لومړی په کومو برخو بریدونه وکړي په اړه معلومات ورکړل

1853659
د چین سره د احتمالي جګړې په اړه د امریکايي جنرال مهمې څرګندونې

د امريکا د سمندري ځواکونو یو تن قوماندان جنرال ډيويډ برګر وويل، د احتمالي جګړې په صورت کې به د چين د پوځ د قوماندې د کنټرول ميکانيزم او لوژستيکي عناصر ددوې اصلي هدف وي.

جنرال ډیویډ برګر په واشنګټن کې د هډسن په انسټیټیوټ کې د وینا پرمهال، د امریکا متحده ایالتونو د سمندري ځواکونو  د نوي جنګي اصولو او ځواک ډیزاین او دوکتورین په اړه ارزونې وکړې.

هغه ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې د لوژستیک مسئله اوس د استخباراتو په څیر جدي ده ، لوژستیک د عملیاتو پلان کولو کې په لومړۍ مسئلې بدله شوې.

برګر یادونه وکړه چې دوی د روسیې او اوکراین په جګړه کې چې د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې روانه ده په ښکاره ډول ولیدل چې د جګړې په ډګر کې  د لوژستیک په اندازه معلومات  هم خورا مهم دي.

برګر د دې پوښتنې په ځواب کې  چې د امریکا متحده ایالتونو ځواکونه د چین په څیر هیواد سره د مخامخ کیدو په وخت کې د  مقاومت کولو لپاره باید څه وکړي ؟ وویل ،

"په لومړي سر کې به موږ نرم ځایونه په نښه کړو. لکه څنګه چې تاسو تصور کولی شئ، دا دواړه لوژستیک عناصر او د قوماندې او کنټرول میکانیزم دی.

امریکايي قومندان دا هم وویل چې په تیرو شلو کلونو کې چین په دې کار کوي چې څنګه د امریکايي پوځ د قوماندې او کنټرول میکانیزم کمزوری کړي، ځکه هغه پوهیږي چې د امریکا پوځ په عملیاتو کې قوماندې او کنټرول ته ډیر اهمیت ورکوي.

برګر وویل، "که کومه جګړه وشي، دوی به هم لومړی زموږ د قوماندې او کنټرول میکانیزم په نښه کړي."


پيوندونه: #چین , #امریکا

اړوند خبرونه