آلمان په هوايي ډګرونو کې د پرسونل د کمښت د جبرانولو له بهر نه کارګران استخداموي

آلمان په هوايي ډګرونو کې د پرسونل د کمښت د جبرانولو په موخه د تورکیې په ګډون له نورو هیوادونو څخه د بهرنیو کارګرانو استخدام تصویب کړ.

1853734

 د هغو کارګرانو په اړه چې آلمان به له بهر څخه قبلوي توضیحات روښانه شوي دي.

د آلمان حکومت د وزیرانو په شورا کې چې په دې وروستیو کې یې په هوایي ډګرونو کې د پرسونل د کمښت له امله د رامنځ ته شوي ګډوډۍ د پای ته رسولو په موخه له بهرنیو هیوادونو په ځانګړې توګه له تورکیې څخه د کارګرانو استخدام تصویب کړ، د کډوالۍ او استوګنې د حق په اړه یې لایحه هم منلې ده.

برسېره پر دې، د هغو پرسونل په اړه چې آلمان به د پرسونل د کمښت د ډکولو لپاره له بهر څخه ومني ،  توضیحات روښانه کیږي.

ویل شوي چې د تورکیې څخه به دوه زره پرسونل د هوايي ډګرونو لپاره استخدام شي. دغو کسانو ته به په ساعت کې ۱۴.۲۵ یورو ورکول کیږي.

 سربیره پردې به د اړتیا په صورت کې اضافي کارۍ فرصت هم ورکول کیږي.

همداشان  د استوګنې خدمتونه به مکلف وي. دا کسان به تر ډیره د مسافرینو او سامانونو د لیږد په خدماتو کې ګمارل کیږي او د چیک ان افسرانو په توګه به ترینه استفاده  کیږي.

همداشان وروسته به ددې شرایط اعلان شي. 

پيوندونه: #کارګران , #جرمني

اړوند خبرونه