امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول
امریکا یوه خلیجې نړۍواله شبکه چې د ایران د نفتو او پطروکیمیا محصولاتو د پلور او لیږد سره به يي مرسته کوله د بندیزونو په لست کې شامله کړه
1853128
امریکا متحده ایالتونو په ختیځ آسیا کې د ایران سره د تیلو او پیټرو کیمیا تولیداتو په پلورلو کې مرسته کوونکې د افرادو او سازمانونو نه جوړه یوه نړیواله شبکه د بندیزونو په لیست کې شامله کړه.
د امریکا د خزانې وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ایران د خلیجي شرکتونو یوه شبکه ختیځې اسیا کې د ایراني شرکتونو د په سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د نفتو او پطروکیمیا محصولاتو د لېږد او پلور د اسانتیا لپاره ترینه استفاده کړې ده .
په اعلامیه کې یادونه شوې چې د ایران د جام پطروکیمیا شرکت په ګډون د سازمانونو او اشخاصو نه جوړه نړیواله شبکه د بندیزونو په لیست کې شامله کړې ده .