د روسیې د دفاع وزارت ویاند په اوکراین د روسي ځواکونو د عملیاتو په اړه معلومات ورکړ
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف وویل چې دوی د مار په ټاپو د لوړ دقیق توغندیو سره برید وکړ.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف وویل چې دوی د مار په ټاپو د لوړ دقیق توغندیو سره برید وکړ.
کوناشینکوف په پلازمېنه مسکو کې د روسیې او اوکراین په جګړه کې چې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې روانه ده، د روسیې د پوځ د عملیاتو او وروستيو اقداماتو په اړه څرګندونې وکړې.
کوناشینکوف ویلي چې د اوکراین په دونیڅک سیمه کې د سولیدار ښار په لور د اوکرایني پوځیانو پر پوستو د لوړ حساسیت وسلو بریدونه کړي دي.
"په دغو بریدونو کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو د ۲۴ میخانیکي لوا زیانونه نږدې ۲۵۰۰ تنه سرتیري دي. یعنې د نوموړې لوا ۷۰ سلنه پرسونل له منځه وړل شوی دی. همداشان د اوکراین هوايي تعرض په ۷۹ یمې لوا هم برید شوی دی چې نږدې ټول ویجاړه شوې . د دې لوا زیانونه د ۸۰ سلنې نه ډیر دي.
ایګور کوناشینکوف، د اوکراین د اردو د ۸۰ هوايي تعرضي ځواکونو ډیری سرتیرو جګړه پریښوده او له اردو څخه یې ووتل.
هغه زیاته کړه وکړ چې په اردو کې سختو ځاني تلفاتو د اوکراین اداره دې ته اړ کړې چې خپل ملتپال کنډکونه لومړۍ کرښو ته واستوي.
کوناشینکوف دې ته په اشارې سره چې د کیف ادارې هڅه کوله چې د مار په ټاپو کې د اوکراین بیرغ ودروي، وویل "د سهار په پنځو بجو یو څو اوکرایني سرتیري د موټرو کښتۍ سره ټاپو ته ننوتل او د بیرغ سره یې عکسونه واخیستل. د روسیې الوتکې په سانک ټاپو د لوړ دقیق توغندیو سره برید وکړ، د دې برید په پایله کې "په ټاپو کې ځینې اوکرایني سرتیري ویشتل شوي. ژوندي پاتې شوي کسان د اوډیسا په سیمه کې د پریمورسک ښارګوټي ته وتښتیدل."
د روسیې دفاع وزارت ویاند ویلي چې په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې ۲۳۴ الوتکې، ۱۳۷ چورلکې او ۱۴۷۹ بې پیلوټه الوتکې، دغه راز ۳۵۳ د هوايي دفاعي توغندیو سیستم، ۳ زره ۹۳۵ ټانکونه او زغره وال ګاډي، ۷۲۴ ملټي بیرل راکټ لانچرونه، ۳۱۰۲ هاوانونه او ۴۰۶۴ ځانګړي پوځي نقلیه وسایط له منځه وړي دي.