د جنوبي افریقا په یوه نایټ کلپ کې د ناڅرګند لامل له امله ۲۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په جنوبي افریقا کې په یو نایپ کلپ کې ۲۲ تنو د نامعلوم لامل له امله ژوند د لاسه ورکړی
د جنوبي افریقا په ختیځ کیپ ایالت کې په یوه نایټ کلپ کې د ناڅرګند لامل له امله ۲۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پولیسو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هیواد په ختیځ کې د کیپ ایالت اړوند په ختیځ لندن ښار د انیوبیني په نوم نایټ کلپ کې د ۱۷ تنو مړي موندل شوي او ګڼ شمېر کسان په روغتون کې بستري دي.
په خپرپاڼه کې یادونه شوې چې په روغتون کې د ۵ ټپیانو د ژوند د لاسه ورکولو سره د
د مړو شمیره ۲۲ تنو ته رسیدلې ده.
د قربانیانو چې عمرونه یې د ۱۳ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي د مړینې لامل ناڅرګنده پاتې دی. د قضیې د څیړلو لپاره د عدلي طب لوړپوړي ټیم په دنده ګمارل شوی.
چارواکي اټکل کوي چې قربانیان ممکن د زهرجن ګاز له امله مړه شوي وي.
ولسمشر سیریل رامافوسا په ټویټر کې په خپور کړي پیغام کې ددې پیښې په اړه ژوره خواشیني ښودلې ده . هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي ،
"زه ژوره خواشیني د هغو ۲۲ ځوانانو کورنیو ته چې د ختیځ لندن تفریحي کلپ کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ وړاندې کوم. هغو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم."