افریقايي ټولنې غونډې ته د اوکراین د ولسمشر وینا
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې د افریقا وچه د هغې جګړې "یرغمل" ده چې روسیې د فبرورۍ په ۲۴ مه د اوکراین په وړاندې پیل کړې.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې د افریقا وچه د هغې جګړې "یرغمل" ده چې روسیې د فبرورۍ په ۲۴ مه د اوکراین په وړاندې پیل کړې.
ولادیمیر زیلینسکي د ویډیو کنفرانس له لارې افریقایي ټولنې ته وینا وکړه او د غلې بحران په اړه یې څرګندونې وکړې چې په افریقا کې د روسیې او اوکراین جګړې سره راپورته شوی دی.
زیلینسکي ویلي، که څه هم جګړه د افریقا له لویې وچې څخه زرګونه کیلومتره لیرې ده، خو په دغه وچه کې د خوراکي توکو بیې په جدي توګه لوړې شوې او روسیه یې مسئوله ده.
زیلینسکي ټینګار وکړ چې په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو بیې ډیرې لوړې شوې دي، خو افریقايي هیوادونه په ځانګړې توګه له دغه وضعیت څخه خورا اغیزمن شوي دي.
زیلینسکي د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې د خوراکي توکو بحران به تر هغه وخته دوام وکړي چې د روسیې "استعماري" بریدونه دوام ولري. هغه زیاته کړه چې اوکراین هڅه کوي د ۲۵ میلیونو ټنو غلو د اکمالاتو او لوژستیکي نوی سلسله رامینځته کړي .
"موږ د خپلو بندرونو د خلاصولو لپاره څو اړخیزې خبرې اترې ترسره کوو، خو تر اوسه مو هیڅ پرمختګ نه دی کړی، ځکه موږ داسې میکانیزم نه دی موندلی چې په بندرونو د روسیې د برید مخه ونیسي."
هغه دې ته په اشارې سره وویل چې هغه غواړي له افریقا سره اړیکې ښې کړي،
"افریقا د اوکراین په وړاندې د روسیې د پیل شوې جګړې یرغمل شوې." هغه وویل چې د افریقا لپاره د اوکراین ځانګړی استازی به ډیر ژر دنده پيل کړي.
زیلینسکي همداراز د اوکراین او افریقا ترمنځ د یو پراخه سیاسي او اقتصادي کنفرانس د جوړولو وړاندیز وکړ.
د افریقايي ټولنې د دوره يي ولسمشر ماکي سال هم په ټویټر کې په یوه بیان کې له زیلینسکي څخه مننه وکړه ، او څرګنده یې کړه چې افریقا د نړیوال قانون درناوي ، د شخړو سوله ایز حل او د سوداګرۍ ازادۍ ته خپله ژمنتیا اعلانوي.
د افریقايي ټولنې د کمیسیون مشر موسی فکي مهاتم هم په ټویټر کې لیکلي دي چې په سیمه کې د سولې او نړیوال ثبات د بیا رامینځته کولو لپاره خبرو اترو ته بیړنۍ اړتیا ده.