روسیې لیتوانیا ته سخت خبرداری ورکړ

روسیې لیتوانیا ته د  کالینینګراد سیمې ته د توکو لیږد باندې د محدودیتونو د لګولو د پریکړې له امله ډیر سخت خبرداری ورکړ

1845940
روسیې لیتوانیا ته سخت خبرداری ورکړ

روسیې لیتوانیا ته د  کالینینګراد سیمې ته د توکو لیږد باندې د محدودیتونو د لګولو د پریکړې کولو له امله ډیپلوماتیک یاداشت ورکړ.

د روسیې  بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپور شوي بیان کې یادونه شوې چې لیتوانیا پریکړه کړې چې د ریل په واسطه د کالینینګراد سیمې ته د توکو لیږد محدود کړي.

په بیان کې، ټینګار شوی چې دا پریکړه "د کالینینګراد سیمې ته د توکو د لیږد په اړه د روسیې او اروپايي اتحادیې  ترمنځ د ۲۰۲۲ تړون څخه سرغړونه ده" او "دښمني" ده.

، په بیان کې یادونه شوې چې د همدې امله  په مسکو کې د لیتوانیا د سفارت شارژدافیر ویرجینیا امبرسین وزارت ته احضار شوی.

"د لیتوانیا له خاورې څخه د کالینینګراد سیمې ته روسیې  ته  خبرتیا پرته د بیلابیلو مالونو د اورګاډي په لیږد باندې د بندیز له امله شارژدافیر ته  اعتراض یادونه وشوه. که د کالینینګراد او د روسیې د پاتې برخو تر منځ د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لاره هواره نه شي، روسیه به د خپلو ملي ګټو د ساتنې حق ولري.

د کرملین د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف هم ویلي چې د کالینینګراد په اړه د لیتوانیا پریکړه "ورته د منلو وړ نده.

"دا له هرڅه سرغړونه ده. موږ پوهیږو چې دا ځکه چې د اروپايي اتحادیې لخوا لګول شوي بندیزونه د توکو لیږد هم پوښي. موږ فکر کوو چې دا هم غیرقانوني ده."

پیسکوف ټینګار وکړ چې وضعیت "ډیر جدي" دی.

"له همدې امله، مخکې له دې چې کوم اقدامات او پریکړې وشي، ژور تحلیل ته اړتیا ده. دا تحلیل به په راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي."

د شمالي جریان  د ګازو پایپ لاین مسلې ته په اشارې سره، پیسکوف وویل چې دا کرښه د اروپايي اتحادیې لخوا د لګول شویو بندیزونو له امله زیانمنه شوې ده.

"په پایپ لاین کې توربینونه باید په ښه توګه ترمیم شي. ځینې توربینونه بیرته خپل ځای کې نه ځای په ځای کیږي.  په بل عبارت، اروپایان توربینونه نه بدلوي. د ګاز لیږلو لپاره لازم موادو نشته. د ګازو بحران په اصل کې د اروپا له لاسه رامنځته شوی دی.



اړوند خبرونه