په هند کې د سیلابونو له امله د مړو شمیره ۷۱ تنو ته لوړه شوه
د هند په آسام ایالت کې د سختو سیلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۷۱ تنو ته لوړ شو.
1845790
د هند په آسام ایالت کې د سختو سیلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۷۱ تنو ته لوړ شو.
چارواکو ویلي چې په د تیرو څو اوونیو راهیسې د سختو بارانونو د اورښت په پایله کې چې له امله یې د برهمپترا سیند، چې په اسیا کې یو له سترو سیندونو څخه دی، له اوبو دک او په شاوخوا سیمو اوښتی دی ۹ تنو نورو هم ژوند د لاسه ورکړی چې پدې ډول د مړو شمیره ۷۱ تنو ته رسیدلی ده.
د آسام ایالت د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې راپور ورکړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ایالت په ۳۳ ولسوالیو کې سیلابونه راوتلي او له ۴ میلیون څخه ډیر خلک د سیلابونو له امله اغیزمن شوي.
له بلې خوا چارواکو ویلي چې په آسام کې له ۸ ورځو راهیسې د سیلابونو او ځمکې ښویېدو له امله ۸ کسان لادرکه دي.
ویل شوي چې د ناورین له امله ۱۸۶۴۲۴ کسانو په مرستندویه کمپونو کې پناه اخیستې ده.