سلیوان : باور لري چې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ غړیتوب په اړه د تورکیې، اندېښنې به هوارې شي
جک سلیوان : د ناټو په سازمان کې سویډن او فنلنډ د غړیتوب د مسئلې په اړه پوښتنې ځواب کړې
د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ویلي، دوی باور لري چې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ غړیتوب په اړه د تورکیې، اندېښنې به هوارې شي او دواړه هېوادونه به د دې اتحاد لپاره نوماندان شي.
جیک سلیوان د "نوې امریکا د امنیت مرکز " لخوا جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ او د متحده ایالتونو د بهرنۍ پالیسۍ په اړه یې پوښتنې ځواب کړې.
هغه د ناټو په سازمان کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب اړوند د ترکیې د اندیښنو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل :
"زه تمه لرم چې فنلنډ او سویډن به د ناټو غړي شي. تورکیې د ترهګرۍ او PKK په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړي. سویډن او فنلنډ دواړو ویلي چې دوی د ترکیې اندیښنو ته ځواب ویلو ته چمتو دي. هغوې د تورکیې د ولسمشر د جګپوړي ټیم سرهپه لوړه کچه خبرې اترې کوي."
سلیوان ویلي چې څو ورځې وړاندې یې په اروپا کې د تورکیې د ولسمشرۍ له ویاند ابراهیم قالن سره هم لیدلي دي.
"زه نشم کولی تاسو ته د دې ستونزو د حل لپاره دقیق مهال ویش درکړم، مګر زه تاسو ته ویلای شم چې ټولو اړخونو د حل ژمنه کړې ده. "
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.