روسیې اعلان وکړ چې د غلو محصولات به یواځې  په دوستو هیوادونو وپلوري.

روسیې په نړۍ کې د غلې د بحران پړه پر لویدیځ واچوله

1844827
روسیې اعلان وکړ چې د غلو محصولات به یواځې  په دوستو هیوادونو وپلوري.

روسیې اعلان وکړ چې د غلو محصولات به یواځې  په دوستو هیوادونو وپلوري.

د روسیې د کرنې وزیر دیمیتري پتروشیف د سینټ پیټرزبورګ  په نړیوال اقتصادي فورم  کې د وینا پر مهال د اکمالاتو د سلسلې د خرابیدو او به مالي محاسباتو کې د موجودو ننګونو نه تر ټولو د سترو خنډونو په توګه یادونه وکړه.

پاتروشیف روسیه اړینو  هیوادونو ته د غلې دانې د رسولو په خاطر مجبوره ده چې  دا خنډونه حل کړي .

هغه وويل: "زموږ کرنيز محصولات به په بهرنيو بازارونو صادر شي، خو يوازې دوستو هیوادونو ته به صادر شي. هغه هیوادونو ته به صادر شي چې زمونږ پر وړاندې مشکلات او خنډونه نه رامنځته کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره میاشت ویلي وو چې هېواد یې سږ کال د غنمو د حاصلاتو د ریکارډ تمه لري.

د روسیې ولسمشر ویلي وو چې پدې ښه پوهیږي چې  ځینې هیوادونه د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي، خو  د دې وضعیت یواځني مسئولین لویدیځوال اشراف دي.

په داسې حال کې چې د غنمو بیې په تیرو دوو میاشتو کې د ریکارډ کچې ته رسیدلي، د غلو بحران په ټوله نړۍ کې احساس کیږي.

د خوراکي توکو نړیوال بازار چې د هوا شرایطو او د نوي ډول کرونا ویروس ناروغۍ لخوا اغیزمن شوی و ، د روسیې او اوکراین جګړې  له امله د مسکو پروړاندې د لویدیځ بندیزونو ورته یو بل ګوزار ورکړ.



اړوند خبرونه