د اوکراین پلازمېنه کیف نن د ۳ اروپايي هیوادونو مشرانو کوربه دی.
د جرمني ، فرانسې او ایټالیا مشرانو اوکراین ته سفر وکړ
د اوکراین پلازمېنه کیف نن د ۳ اروپايي هیوادونو مشرانو کوربه دی.
د جرمني لومړی وزیر اولاف شولز، د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون او د ایټالیا لومړی ماریو دراګي د روسیې له یرغل وروسته د لومړي ځل لپاره اوکراین ته سفر وکړ.
درې واړه مشران د شپې له خوا د پولنډ له پولې څخه کیف ته د اورګاډي په ذریعه روان شول.
د ایټالیا لا ریپبلیکا ورځپاڼې د مشرانو د اورګاډي له دننه څخه اخیستل شوی عکس د
" په تاریخ کې ثبتیدونکی عکس " د ټکي سره خپور کړ.
په خبر کې راغلي دي چې د ۳ اروپايي هیوادونو مشران د اوکراین روانې شخړې ته د اروپا د حل د موندولو په موخه کیف ته تللي دي.
ماکرون په کیف کې په ترمینل کې خبریالانو ته د وینا پر مهال وویل چې هغه به نن د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره وویني او ویې ویل چې دا یوه مهمه شیبه ده.
ماکرون دا هم وویل چې هغه به زیلینسکي ته د اروپا د پیوستون پیغام ورسوي.
د آلمان د خبري آژانس DPA د خبر له مخې، شولز، ماکرون او دراغي چې کيف ته رسېدلي، د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زيلينسکي سره به وويني.
د جرمني لومړي شولز په اورګاډي کې په خپل بیان کې وویل چې دا مهمه ده چې د اروپا د اقتصادي ټولنې د درې بڼسټ ایښودونکو هېوادونو مشران کیف ته ولاړ شي او په دې ځانګړي پړاو کې له اوکراین او د اوکراین له خلکو سره خپل ملاتړ څرګند کړي.
شولز وویل چې دوی نه یوازې د پیوستون څرګندول غواړي بلکې دا ډاډ هم ورکوي چې مالي، بشري او وسلې مرستې به دوام ومومي.
د جرمني لومړي دې ته په اشارې سره چې دوی به پر روسیې د لګول شویو بندیزونو پر اهمیت هم ټینګار وکړي، یادونه وکړه چې دغه بندیزونه دا امکان برابروي چې روسیه له اوکراینه د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره هڅې وکړي.
د کیف اداره پر فرانسه، جرمني او ایټالیا تور لګوي چې ددوې ته يي وسلو لېږدولو بهیر ډیر په کلاره کړی دی او خپلې ګټې د اوکراین د ازادۍ او امنیت نه مخکې په پام کې نیسي.