اوکراین د لومړي ځل لپاره په روانه جګړه کې د خپلو پوځیانو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه
په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې بریدونه دوام لري، د اوکراین له لوري د ورځني پوځي تلفاتو شمیره اعلان شوه.
په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې بریدونه دوام لري، د اوکراین له لوري د ورځني پوځي تلفاتو شمیره اعلان شوه.
د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر سلاکار میخایل پودولیک ویلي، چې له روسیې سره په روانه جګړه کې د اوکراین پوځي تلفات هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۰۰ تنو پورې دي.
پودولیک دې ته په اشارې سره چې د اوکراین د زیاتو تلفاتو یو اصلي لامل د اوکراین او روسیې تر منځ د پوځي ځواک د توپیر نه سرچینه اخلي.
هغه وویل چې اوکراین د لویدیځ لخوا مرسته کیدونکې د ګوتو په شمیر توپچي سیستونو ته نه بلکې سلګونو پیاوړي توپچي سیسټمونو ته اړتیا لري.
پودولیک دې ته په اشارې سره چې اوکراین د روسیې د توپچي ځواک ته د ځواب ورکولو او د خپلو نیول شویو سیمو د آزادولو لپاره لږ تر لږه ۳۰۰ راکټ لانچرونو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه چې د روسیې له جدي پوځي ماتې پرته ، هیڅ ډول خبرو اترو لارې حل لاره ممکن نده. هغوې زمونږ د خاورې د یوې برخې د اشغالولو هڅې ته دوام ورکوي.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل لپاره چې یو اوکرایني مقام په روانه جګړه خپلو ځواکونو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.