د یونان له خوا نیول شوي ایراني تېل بېرته دې هیواد ته د سپارولو پریکړه وشوه.
یونان د ایران توقیف کړي تیل بیرته دې هیواد ته سپاري
د یونان له خوا نیول شوي ایراني تېل بېرته دې هیواد ته د سپارولو پریکړه وشوه.
د یونان لخوا د امریکا متحده ایالتونو په غوښتنه توقیف شوې د ایران اړوند د تیلو ټانکر کښتۍ چې ددې هیواد د محکمې د حکم له مخې ټاکل شوې وه تیل بلې کښتۍ ته انتقال شي د یونان د تمیز محکمې لخوا د محکمې پریکړه لغوه او تیل بیرته ایران ته د سپارولو حکم وشو.
د کاتيميريني ورځپاڼې د خبر له مخې، ایران د یونان د محکمې په هغه پریکړې چې ویلي وو تیل دې بل کښتۍ ته انتقال شي اعتراض وکړ او دعوا يي استیناف محکمې ته انتقال کړه. دغه اعتراضونه د جون په ٧مه نېټه محکمې ته وړاندې شول او د دې قضيې د بهير له چټکتيا وروسته يې پرون وروستۍ پریکړه وشوه.
د ایغری بوز استیناف محکمې پر دې موضوع د ایران اعتراضونه ومنل او د څېړونکي قاضي پرېکړه یې لغوه کړه چې له ټانکر څخه یې ۱۰۷ زره ټنه تېل ضبط کړي او بلې کښتۍ ته یې لېږدوي.
په دې اساس، د یونان د محکمې له پرېکړې سره سم، د امریکا له خوا د آیس انرژۍ د تېلو ټانکر کښتۍ ته لېږدول شوي ایراني تېل هم باید د ایران اړوند لانا کښتۍ ته راستانه کړی شي.
یونان د می په ۲۵ مه د متحده ایالتونو په غوښتنه د ایران اړوند د لانا په نامه کښتۍ په دې دلیل ونیوله چې په ټانکر کې د تیلو له پلور څخه ترلاسه شوې پیسې به د تروریزم په تمویل کې ولګول شي.
د لانا د توقیف په اړه د یونان له پریکړې وروسته، ایران په تهران کې د یونان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ. ددینه وروسته د تهران حکومت په فارس خلیج کې د یونان د تیلو دوه ټانکرونو، پرودینټ واریر او ډیلټا پوسیډون چې نږدې یو عشاریه ۸ میلیون بیرل تیل پکې بار ول توقیف کړې.
یونان وروسته د امریکا لخوا کرایه شوي د آیس انرژي تیلو ټانکر ته د توقیف کړو ایراني تیلو انتقال پیل کړ ، خو د جون په لومړۍ نیټه ، د کښتۍ روسی کپتان په خبرداری سره ، د ټانکړ د خوندیتوب دلایلو له امله د تیلو انتقال ودرول شو.
د کښتۍ روسي کپتان د یونان د ساحل ساتونکو واحدونو ته خبرداری ورکړ که چیرې ددې ددې کښتۍ تیل بل کښتۍ ته انتقال شي کیدای شي چې پدې کښتۍ کې د موازنې د خرابوالي له امله چاودنه رامنځته شي. ددې خبرداري نه وروسته یونان د تیلو انتقال بهیر ودرو.