سربستان ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سفر لغوه شو.

درې هیوادونو د خپلو هوايي حریمونو نه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د الوتکې تیریدو ته اجازه ورنکړه

1838093
سربستان ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سفر لغوه شو.

سربستان ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سفر لغوه شو.

د ویلو ده چې  سربستان ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف سفر وروسته له هغه لغوه شو چې درې هېوادونو د هغه د الوتکې پر مخ خپل هوايي حریمونه وتړل.

سربستان رسنیو راپور ورکړی چې دې هیواد  ته د لاوروف سفر ځکه لغوه شوی چې مونټینیګرو، شمالی مقدونیې او بلغاریا د لاوروف الوتکې ته د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې.

ویل شوي چې د سربستان ولسمشر الکساندر ووچیچ به په بلګراد کې د روسیې له سفیر الکساندر بوکان هارسینکو سره د درې واړو هېوادونو د پرېکړې په اړه وګوري او د ورځې په اوږدو کې به ملت ته وینا وکړي.



اړوند خبرونه